د بلوچستان په جل مګسي کې د زيارت په ماښام په چادونه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوی او تر ۴۰ زيات ژوبل شوی دی.
د جهل مګسي ډپټي کمشنر اسد الله خان کاکړ مشال راډيو ته وويل چې ځانمرګې بريد د فتح پور درګاه په دروازه کې شوی او په هغه وخت کې ډېر زيات خلک په درګاه کې دننه موجود ول. د يادولو ده چې په ۲۰۰۸م کال کې هم په دغه درګاه کې په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
ده وويل چي پولیسو یو ځان وژنکي درګاه ته د داخیلدو څخه لمخه راوګرزاوي نو هغه خپل ځان والوزواي ـ چي له امله یه په درګاه کي دننه خلګه بیا په خاصه توګه ښځي او ماشومان خوندي پاته شول.
دبلوچستان د اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري او د کورني چارو وزیر میر سرفراز بګټي په جلا جلا بیان کي د پښي به کله سره غندنه کړې او ویلي ترهګړو یو ځل بیا بې ګناه کسان په نښه کړي دي چي موخه يې په هیواد کي ناکراري رامنځ ته کول دي.
د پيښي ذمه واري هيچا نه ده منلي.