د طالبانو، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په "سياسي، اقتصادي او ټرانزېټي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا ټينگار" کړی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي، د اګست پر ۲۰مه یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي او د پاکستان د وزیراعظم له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډارسره خبرې وکړې.
د روان کال په مې کې د پاکستان او چین استازو په کابل کې د طالبانو له حکومتي چارواکو سره لیدلي ول او ویلي یې ول چې د بهرنیو چارو د وزیرانو شپږمه ناسته به د افغانستان په پلازمېنه کې کېږي.
بیان د متقي له خولې ویلي، "درې واړه هېوادونه په اقتصادي برخه کې پام وړ ظرفیتونه لري چې باید په ښه ډول ترې استفاده وشي او اقتصادي موضوعات له نورو مسايلو سره و نه تړل شي."
بیان وايي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي غونډې ته وویل، د هېواد اړیکې یې له افغانستان سره "مخ په وده" وبللې او زیاته یې کړه چې خپلمینځي همکارۍ یې "په گڼو برخو کې پراخې شوې" دي.
بیان زیاتوي چې ډار هم د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت ترمینځ د اړیکو د پراختیا هیله وښوده.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاویو په کابل کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ له پلاویو سره جلا، جلا کتنې هم وکړې.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۰مه پر اېکس په بل بیان کې لیکلي دي چې د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د لیدو پر مهال پر "سیاسي، اقتصادي، تجارتي، ټرانزېټي او د کډوالو" پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، متقي ډار ته وویل، د اسلام اباد په ګډون له ټولې نړۍ سره پر "مثبتې او پر متقابل احترام" ولاړې اړیکې غواړي.
بیان وايي، نوموړي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیره وغوښتل چې په هغه هېواد کې دې د مېشتو افغان کډوالو د حقونو سرغړونو مخه ونیسي.
بیان د ډار له خولې ویلي چې حکومت یې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزېټي چارو د لا پراختیا هوډ لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت پر اېکس په بل بیان کې ویلي، امیر خان متقي د اګست پر ۲۰مه په کابل کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په مشرۍ له پلاوي سره په لیدو کې د "دوه اړخیزه همکاریو پر پراختیا" وغږېد.
بیان وايي، متقي چین د افغانستان "ښه سوداګریز شریک" وباله او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د کلني تجارت کچ "یو مېلیارد (ارب) ډالرو" ته رسېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د وانګ له خولې وویل، بیجنګ "لېواله دی" چې افغانستان د چین د "یو کمربند، یوې لارې" په پروژو ورګډ کړي.
بیان زیاتوي، وانګ ژمنه وکړه چې هېواد یې د طالبانو له حکومت سره د "کانونو د شونتیاوو څېړنې او استخراج" په برخو کې "همکارۍ لا زیاتې" کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر تر کابل یوه ورځ مخکې اسلام اباد ته تللی وو.
تر دې وړاندې د پاکستان دولتي راډیو د اګست پر ۲۰مه په خبر کې وویل، ډار په کابل کې د چین، پاکستان او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیرانو په شپږمه درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي.
ډار پر داسې وخت کابل ته تللی دی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اګست په لومړۍ اونۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو ته د میاشتې تر پای پورې د هېواد پرېښودو سپارښتنه وکړه.
اسلام اباد وايي، له سېپټېمبر څخه د پي او ار کارډ لرونکو افغانستان ته د لېږد بل پړاو پیلوي.
یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډونه لري.
پاکستان وايي، د پي او ار کارډونو موده د جون میاشتې په پای کې پای ته رسېدلې ده.
اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو پر انتقادونو سربېره وايي، د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.
په عین حال کې له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو دوام لري.
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یو پلاوی تر دې مخکې په جولای کې کابل ته تللی وو او هلته یې د پاکستان، ازبکستان او افغانستان ترمینځ د ټرانس افغان په نوم د رېلګاډي د پروژې "شونتیا د څېړنې" موافقه لاسلیک کړه.
د ټرانس افغان رېللارې د پروژې د تطبیق درې اړخیزه توافق د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د سیمه ییز تجارت د پیاوړتیا او د پاکستان له بندرونو سره د مرکزي اسیا د وصلولو په هدف لاسلیک شو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د جولای پر ۱۷مه د کابل سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره هم خبرې کړې وې. اسلام اباد وايي، دواړو مشرانو د خپلمینځي اړیکو د ښه کولو او د تجارت، ټرانزېټ او امنیتي همکارۍ پر زیاتولو بحث وکړ.