د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په سېلاب ځپلو سیمو کې یې له ۱۵۰،۰۰۰ څخه تر ۱۶۰،۰۰۰ پورې کسانو ته دواګانې او د روغتیا اړوند نور سامانونه لېږدولي دي.
د اعلاوزیر د روغتیايي خدماتو سلاکار احتشام علي د اګست پر ۲۱مه په پېښور کې مشال راډیو ته وویل، په سېلاب ځپلو سیمو کې یې د معدې، پوستکي، سترګو او نورو ناروغیو د درملنې لپاره ګرځنده کلېنېکونه او طبي کیمپونه پرانیستي دي.
دی وايي، په هغو کې یو ۱۵۰ بستره روغتون هم شامل دی.
علي زیاتوي چې که څوک په اغېزمنو سیمو کې روغتیايي نیمګړتیاوې ویني، نو اړوند چارواکي دې خبر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۴مه او ۱۵مه تر شړکنده بارانونو وروسته سېلابونو د خیبر پښتونخوا په بونېر، باجوړ، سوات، شانګله، کوز او بر دیر، بټګرام، تور غر او مانسهره کې لوی ځاني او مالي زیانونه واړول. تر دې وروسته د اګست پر ۱۸مه په صوابۍ کې شړکنده باران او سېلابونو خلکو ته د مرګژوبلې تر څنګ لسګونه کورونه ړنګ او زیانمن کړل.
په بونېر کې رضاکاران په یو طبي کیمپ کې اغېزمنو ته دارو ورکوي - د اګست ۱۷مې انځور.
اخوا د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا وزارت رییس (ډایرېکټر) شاهد یونس مشال راډیو ته ویلي، سېلابونو په بېلابېلو ضلعو کې شاوخوا ۶۰ روغتیايي مرکزونو ته جزوي زیان اړولی دی. دی وايي، په سېلابونو کې درې روغتونونه سخت زیانمن شوي دي چې چارواکي یې د بیارغولو بندوبست کوي.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اګست پر ۲۱مه په بیان کې ویلي، په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۳۹۳ ته رسېدلی دی چې پکې تر ۲۰۰ زیات یوازې د بونېر اوسېدونکي ول.
اداره وايي، ورښتونو او سېلابونو څه باندې ۱،۶۰۰ کورونه زیانمن کړي دي.
اخوا په يوشمېر سېلاب ځپلو سيمو کې خلک ګیله کوي چې لا هم حکومتي مرستې نه دي وررسېدلي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۲۰مه د بونېر او سوات په ګډون یوشمېر سېلاب ځپلې سیمې ولیدې او خلکو ته یې د مرستو ډاډ ورکړ.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور هم ویلي چې حکومت یې له سېلاب ځپلو سره "هر ډول مرستې ته تیار" دی.
پي ډي اېم اې د اګست پر ۱۷مه وویل، "۸۹ ټرکه مرستندویه توکي یې بونېر، باجوړ، سوات او شانګلې ته لېږدولي" دي.
په بونېر کې رضاکاران سېلاب ځپلو ته خوراکي مرستې لېږدوي - د اګست ۱۸مې انځور.
په خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو پر مهال د مرګژوبلې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د اګست پر ۱۵مه تر پشکال وروسته د بادرو (په هندۍ کې بادو بلل کېږي) میاشت پیل شوې ده. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.
هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو اکثر د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم کېږي.
په تېرو میاشتو کې ورښتونو او سېلابونو د پاکستان په مختلفو برخو کې خلکو ته لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، د جون له وروستۍ اونۍ څخه د جولای تر پای پورې د ورښتونو پر مهال بېلابېلو پېښو او سېلابونو د ۱۴۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ تنه ووژل او ۷۰۰ کسان یې ژوبل کړل چې ورڅخه یې لوی شمېر ښځې او ماشومان ول.
پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې د طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپه کېږي چې کرنیزو ځمکو، کورونو او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.