بونېر په ویر دی، سېلاب د یوې کورنۍ ۲۶ کسان وژلي
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره (پي ډي اېم اې) وايي سېلابونو او شړکنده بارانونو د خیبر پښتونخوا بونېر سیمه ترټولو زیاته ځپلې ده. د اګست پر ۱۶مه هلته خلکو د وژلو شویو کسانو جنازې وکړې او په امدادي کارونو کې یې برخه واخیسته. په بونېر کې د بېشوڼۍ په نامه یو کلی په اوبو لاهو شوی دی. د سیمې یو اوسېدونکي سلمان خان ایسوشېټېډ پریس ته ویلي د هغه د کورنۍ ۲۶ کسان سېلاب وړي دي او هغه پخپله ځکه بچ پاتې شوی چې له ورور سره یو ځای هوايي ډګر ته له مالیزیا راروان وراره پسې تللی وو. نور حال د اې پي اژانس له ویډیو جوړ په دې راپور کې.