پاکستان او طالبانو د اوربند پر غځولو او د نومبر پر ۶مه يو ځل بيا د مذاکراتو کولو هوکړه کړې ده

يو پاکستانی سرتېری د شمالي وزيرستان په غلام خان بندر کې ولاړ دی ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو استازیو د دواړو هېوادونو تر مينځ د اوربند پر غځولو او د نومبر پر شپږمه يو ځل بيا د مذاکراتو کولو هوکړه کړې ده.

دا تر هغه وروسته ده چې دواړو لوريو په دوحه کې د قطر او ترکيې په مينځګړتوب د اوربند د موافقې په تړاو د اکتوبر پر ۲۵مه دويمه ناسته پيل کړه چې د اکتوبر پر ۳۰مه پای ته ورسېده.

تر هغه وړاندې، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د اکتوبر پر ۱۸مه په دوحه کې سره کتلي ول او د اوربند پر هوکړې سربېره يې د نورو خبرو پرېکړه هلته کړې وه.

د اکتوبر پر ۳۰مه د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت پر اېکس پاڼه په خپاره کړې اعلاميه کې ويلي دي چې د مذاکراتو په پای کې ټولو خواوو د اوربند پر دوام هوکړه کړې ده او د هغې هوکړې د پلي کولو پر لارو چارو به يوه اونۍ وروسته، د نومبر پر شپږمه په استانبول کې د لوړې کچې په بله ناسته کې بحث او پرېکړه کېږي.

په اعلاميه کې راغلي، "ټولو خواوو موافقه کړې ده چې د څارنې او تایید داسې کړنلاره رامينځ‌ ته کړي چې پر بنسټ یې د سولې خوندیتوب او پر سرغړوونکي لوري د جریمې لګول باوري کړي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د استانبول تر مذاکراتو سمدستي وروسته، د اکتوبر پر ۳۰مه پر خپله اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې وويل چې حکومت يې د "ډيپلوماسۍ او تفاهم" له لارې د ستونزو حل غواړي.

نوموړي زياته کړه چې د طالبانو حکومت د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره "ښې او مثبتې اړيکې" غواړي او "د دوه اړخيز درناوي، په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې او چا ته د ګواښ نه رامينځ ته کولو پر اصولو ولاړو روابطو ته ژمن دی."

په عين حال کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د اکتوبر پر ۳۰مه د استانبول د اعلامیې په اړه ویلي دي چې په هغو مذاکراتو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته "د سولې رامينځ‌ ته کولو او د ترهګرۍ د ختمولو په اړه دروند مسولیت ور تر غاړې شوی دی."

نوموړي زياته کړې ده، که په افغانستان کې د طالبانو حکومت د منل شويو ټکو په عملي کولو کې پاتې راځي نو "خپل باور به له لاسه ورکړي" او "بیا به د ملګرو ملتونو له منشور سره سم پاکستان د ځواب ویلو حق ولري."

که څه هم په لومړي سر کې ټاکل شوې وه چې د طالبانو او پاکستانيو چارواکو ترمينځ به په استانبول کې مذاکرات درې ورځې دوام کوي، خو د دواړو لوريو پر يو بل د ملامتيا او ګډې هوکړې ته د نه رسېدو له امله هغه خبرې اترې پینځو ورځو ته وغځېدلې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اڅکزی: افغانستان هيڅکله له پاکستان سره د جګړې خواهش نه دی څرګند کړی

تر هغه وړاندې د اکتوبر پر ۲۸مه په تهران کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د طالبانو د کورنيو چارو له مرستيال وزير ملا محمد ابراهيم صدر سره د ليدنې پر مهال ويلي وو چې ستونزې به د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

بريدونه او جګړه

د دواړو هېوادونو ترمينځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې او اوربند مذاکرات تر هغه يوه ورځ وروسته پیل شول کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.

تر بريدونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې وويل چې په ارګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.

د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه کله چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.

یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.

وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.

سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.

د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.

تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.

د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.