په مينځني کورمه کې پر پوځي قافلې په تازه وسلوال برید کې د يو افسر په ګډون ۶ امنیتی سرتېري وژل شوي دي او تر ۱۵ زیات نور ژوبل دي.
يو پوليس چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې د اکتوبر پر ۲۹مه ماسپښين له صدې څخه د ډوګر پر لور روانې د پوځ او ملیشا ځواک پر قافلې د مسوزو په سلطاني کلي کې برید وشو.
هغه زیاته کړه چې تر بريد وروسته وسلوالو د پوځ دوه ګاډې وسېځل. تر پېښې وروستو امنیتي ځواکونو د لټون عمليات پیل کړي دي.
د حملې ذمه وار له چا نه ده منلې البته تر دې وړاندې د اکتوبر پر اوومه پر امنیتي سرتېرو د برید مسیولیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی وو. په هغه بريد کې د دوو افسرانو په ګډون ۱۶سرتيري وژل شوي ول.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د کورمې ولس وايي حکومت دې د ممکنه پوځي عملياتو پرېکړه بېرته غواړي
تر برید وروسته امنیتي ځواکونو د وسلوالو ضد پوځي عملیات ته دوام ورکړی چې له کبله يې په سلګونو کورنیو له سيمې کډه کړې ده.
یو وخت په مينځني کورمه کې د وسلوالو پاخه مرکزونه ول خو د ۲۰۱۰ز کال په پراخو پوځي عملياتو کې له سیمې څخه وتښتېدل چې په نتیجه کې يې په سيمه کې امنیتي وضعیت په پرتلیزه توګه ښه شوی وو.
خو په دې وروستیو کې يو ځل بیا وسلوال فعاله شوي دي او پر امنیتي ځواکونو يې يوشمېر بریدونه کړي دي. د دې ترڅنګ په سيمه کې د ولسي وګړو د وژلو او تښتولو پېښې هم زیاتې شوې دي.
په تېرو شاوخوا څو کلونو کې د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.