د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د استازیو ترمينځ د ترکيې په استانبول کې خبرې اترې کومې پايلې يا هوکړې ته نه دي رسېدلي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د اکتوبر پر ۲۸مه ناوخته پر خپله اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې وويل چې له افغان طالبانو سره په څلور ورځنيو خبرو کې هیڅ "حل لاره" ونه موندل شوه.
نوموړي زياته کړه: "د دې پر ځای چې هغوی کوم مسولیت ومني، افغان طالبانو د پړې اچولو، له حقيقت څخه انحراف او چلونو ته مخه کړه. له همدې امله خبرې اترې د کومې عملي حل لارې په راوستلو کې پاتې راغلې."
بلخوا د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د اکتوبر پر ۲۹مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي پاکستان د ځينو "وروڼو هېوادونو" پر غوښتنه له طالبانو سره د سولې خبرو ته زړه ښه کړ.
نوموړي دعوه وکړه: "د ځینو افغان چارواکو زهرجنې څرګندونې په ښکاره توګه د طالبانو د رژیم د منحرف او ویشل شوي ذهنیت عکاسي کوي."
د طالبانو حکومت د استانبول د مذاکراتو د "ناکامۍ" په اړه لا په رسمي ډول کوم بيان نه دی ورکړی او نه يې هم د تارړ او اصف څرګندونو ته تر اوسه ځواب ويلی دی.
دا تر هغه وروسته ده چې دواړو لوريو په دوحه کې د قطر او ترکيې په مينځګړتوب د اوربند د موافقې په تړاو د اکتوبر پر ۲۵مه دويمه ناسته پيل کړه.
تر هغه وړاندې، د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د اکتوبر پر ۱۸مه په دوحه کې سره کتلي ول او د اوربند پر هوکړې سربېره يې د اوسنیو خبرو پرېکړه هلته کړې وه.
د طالبانو حکومت تر واک لاندې ملي راډيو ټېلېويژن د اکتوبر پر ۲۸مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې دعوه کړې وه چې د طالبانو پلاوي د "رغنده او پایله لرونکو" خبرو اترو د ترسره کولو هر ډول هڅه کړې، خو په وينا یې داسې ښکاري چې پاکستانی پلاوی له خبرو "د وتلو هڅه" کوي.
په بیان کې دا ادعا هم شوې وه چې د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ د مذاکراتو د پروسې مخه نیسي.
وړاندې راغلي چې طالبانو د خبرو اترو او "واقعیت پاللو" پالیسي ساتلې خو اسلام اباد ته یې ویلي دا نه شي کولای چې د پاکستان امنیت وساتي او نه هم د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې استازیتوب کولای شي.
بيان زياتوي چې د پاکستان ناامني د هغه هېواد کورنۍ مسله ده او باید اسلام اباد یې په خپله حل کړي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
افراسیاب خټک: افغان طالبان دې ثابتېدو ته اړتیا لري چې ګواکې د پاکستان لپاره کار نه کوي
په عين حال کې د اکتوبر پر ۲۸مه په تهران کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د طالبانو د کورنيو چارو له مرستيال وزير ملا محمد ابراهيم صدر سره د ليدنې پر مهال وويل چې ستونزې به د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.
بريدونه او جګړه
د دواړو هېوادونو ترمينځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې او اوربند مذاکرات تر هغه يوه ورځ وروسته پیل شول کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.
تر بريدونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې وويل چې په ارګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.
د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه کله چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.
یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.
وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.
سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.
د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.
تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.
د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.