د افغانستان او پاکستان ترمينځ د غلام خان پر بندر د تجارتي ټرکونو چلوونکو د احتجاج له لارې د دواړو هېوادونو له چارواکو غوښتي چې لارې زر تر زره خلاصې کړي.
دوی د بنو او غلام خان ترمينځ سړک په ګربز سیمه کې د اکتوبر پر ۲۶مه په کړي احتجاج کې ویلي چې د غلام خان بندر دواړو غاړو ته یې په سامانونو بار ټرکونه ولاړ دي.
د شمالي وزیرستان د ټرانسپورټ یونېن مشر محمد الله ګربز احتجاج ته وویل چې دواړې غاړې دې لږترلږه هغو ټرکونو ته د تګ اجازه ورکړي چې په خرابېدونکو(مېوو او سبزیانو) سامانونو بار دي.
په دې احتجاج کې د یاسین په نامه شریک یو پاکستاني ډرایور وویل، نور که نه وي نو باید په پاکستان کې ایسار افغان ټرکونه او په افغانستان کې بند پاکستاني ټرکونه پرېښودل شي چې پر پوله واوړي. د ده په وینا، که د دواړو هېوادونو چارواکي داسې ونه کړي نو دوی به لا ډېر تاواني شي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خوست سوداګر او ډرېوران د غلام خان لارې خلاصېدو غوښتنه کوي
د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر محمد یوسف کریم په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دوی هڅه کوي چې زرترزره هغه ټرکونه د تلو اجازه ترلاسه کړي چې په خرابېدونکو سامانونو بار دي.
ده وویل، په دې اړه له چارواکو سره په تماس کې دي خو د ده په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمينځ د ټولو تجارتي لارو پرانیستلو په اړه د دواړو هیوادونو چارواکي دا مهال په خبرو اترو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو غاړو ترمينځ د خبرو اترو دویم پړاو د ترکي په استانبول ښار کې روان دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۲۴مه په یو بیان کې وویل چې له افغانستان سره به تجارتي لارې تړلې وي. د دوی په وینا چې د خپل يو وګړي ژوند ورته تر تجارت زیات مهم دی.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولې لارې له هغه وروسته تړل شوې دې چې د اکتوبر په لومړیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې شوې وې.