پکتيکا کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ۳ کرکټ لوبغاړو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي دي

د اکتوبر پر ۱۷مه د افغانستان د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي بريد کې د وژل شويو افغان کرکټ لوبغاړو انځورونه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن خبر ورکړی دی چې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

خبر زياتوي چې دا بريدونه د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل ولسواليو کې وشول.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې په ارګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.

کرکټ بورډ زياته کړې چې دغه ځوانان د پکتيکا په مرکز شرنه کې تر لوبو کولو وروسته ارګون ته د دمې لپاره راټول شوي ول چې بريد ورباندې وشو.

په دې پېښه کې ځينو ژوبلو کسانو رسنيو ته ويلي دي چې لومړی هلته يو بريد وشو او چې خلک سره په حرکت کې شول نو ورپسې دويم بريد هم وشو چې يوشمېر کسانو ته يې مرګژوبله واړوله.

د افغانستان کرکټ بورډ د اکتوبر پر ۱۷مه په خپاره کړي بيان کې زياته کړې ده چې د همدې پېښې په غبرګون کې له پاکستان سره د راتلونکو لوبو د لغوه کولو اعلان کوي.

ټاکل شوې وه چې پاکستان د نومبر له ۱۷مې څخه بيا د همهغې مياشتې تر ۲۹مې پورې د افغانستان، پاکستان او سري لنکا د درې اړخیزې لوبلړۍ کوربه توب وکړي.

د پاکستان بريدونو ته غبرګونونه

د افغانستان پر کرکټ بورډ سربېره د ملي لوبډلې ګڼو لوبغاړو د پاکستان هوايي بريدونه په سختو ټکو غندلي دي.

د راشد خان، محمد نبي او حشمت الله شاهدي په ګډون يو شمېر افغان لوبغاړو پر فېسبوک او اېکس پاڼو په خپاره کړيو بيانونو کې دا بريدونه "بې رحمانه، وحشيانه او ظالمانه" بللي دي.

هغوی زياته کړې، "دا غیر عادلانه او غیر قانوني کړنې د بشري حقونو جدي سرغړونه ده او باید له پامه ونه غورځول شي."

د بشري حقونو نړیوال سازمان هم د کرکټ لوبغاړو وژنه "په کلکه غندلې" او د بشري‌ حقونو پر نړیوالو بنسټونو یې غږ کړی چې دا پېښه "په بېړني ډول وڅېړي او عاملان یې باید مسول وګڼل شي."

دغه بنسټ د اکتوبر پر ۱۷مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي چې په دغه برید کې د ولسي خلکو هدف ګرځول د بشري حقونو د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو له منشوره "جدي سرغړونه" ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ليکلي دي چې قطر وتوانېد چې افغانستان او پاکستان ۴۸ ساعته اوربند غځولو ته وهڅوي، خو د نوموړي په خبره پاکستان "د اوربند ماتولو پرېکړه" وکړه او پر پکتيکا يې په بريد کولو سره د يو شمېر بې ګناه ملکي وګړو ترڅنګ د کرکټ لوبغاړي هم ووژل.

نوموړي نن (د اکتوبر پر ۱۸مه) پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې زياته کړې، "پاکستان باید پر افغانستان بریدونه ودروي، د خپل هېواد د ناکامیو مسولیت ومني، اوربند ته درناوی وکړي او د قطر د سولې له هڅو سره ريښتینې همکاري وکړي."

د سولې مذاکرات

دا په داسې حال کې ده چې نن د قطر په کوربه توب په دوحه کې د پاکستانيو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي چارواکو ترمينځ د اوربند او سولې په اړه مذاکرات کېږي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی نن دوحې ته ولاړ. د افغانستان ملي راډيو ټېلېويژن بيا د طالبانو د دفاع وزارت د سرچينو پر اساس ليکلي دي چې د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق هم د افغانستان او پاکستان ترمينځ د مذاکراتو لپاره قطر ته سفر کړی دی.

ذبيح الله مجاهد د اکتوبر پر ۱۸مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې زياته کړې ده چې که څه هم د طالبانو حکومت پاکستان ته "د ځواب ويلو حق محفوظ ګڼي"، خو د هغه په وينا، د دوی ځواکونه دې د خپلې مذاکراتي ډلې "د حيثيت ساتلو او درناوي په منظور له نويو تحرکاتو څخه ډډه وکړي."

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د هغه هېواد د دفاع وزير خواجه محمد اصف په مشرۍ به يو لوړ پوړی پلاوی نن (د اکتوبر پر ۱۸مه) په دوحه کې د افغان طالبانو له استازو سره خبرې کوي.

پر افغانستان د پاکستان تازه بريدونه

پاکستان د افغانستان پر پکتيکا ولايت د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال په داسې حال کې تازه هوايي بريدونه وکړل چې د همدغې ورځې پر سهار د شمالي وزيرستان د ميرلي په خدي سيمه کې د پوځ پر يو مرکز په وسلوال بريد کې اووه پاکستاني سرتېري ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.

د پاکستانيو طالبانو حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې، جیش ‌الفرسان محمدي، د هغه بريد ذمه واري منلې وه.

له څو ورځو راهيسې د دواړو هېوادونو تر مينځ جګړه تر هغه وروسته پیل شوه کله چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.

یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.

وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.

سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستانيو او طالب ځواکونو ترمينځ جګړه کې دواړو خواوو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده

د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.

تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.

اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.

خو د طالبانو حکومت وایی چې د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي. خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

پاکستان دا بريدونه په داسې حال کې وکړل چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اکتوبر پر نهمه د هند په شپږ ورځني سفر نوي دلي ته تللی وو.