پاکستان او سعودي عرب د ستراتیژیکې همکارۍ تړون لاسلیک کړ

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان بن عبدالعزیز - د سېپټېمبر ۱۷مې انځور

د پاکستان او سعودي عرب مشرانو د دفاع او سلامتۍ په برخه کې يو ستراتیژیک تړون لاسليک کړی دی.

د دواړو هېوادونو لخوا د سېپټېمبر پر ۱۷مه په ګډ بيان کې ويل شوي چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز په همدې ورځ د ریاض په الیمامه قصر کې پر دې تړون لاسلیک وکړ.

د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اړخیزې دفاع ستراتیژیک تړون (ستراتیژیک میوچول ډیفینس اګریمېنټ) له مخې که په دواړو هېوادونو کې پر یوه هېواد هم بل چا تېری وکړ نو دا به پر دواړو هېوادونو تېری ګڼل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د سېپټېمبر پر ۱۷مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې د تړون هدف د دواړو هېوادونو ترمینځ د دفاعي همکارۍ لا پياوړي کول او د هر ډول تیري پر ضد په ګډه دفاع او تحفظ باوري کول دي.

د تړون تر لاسلیکېدو وروسته د سعودي عرب د دفاع وزیر خالد بن سلمان پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټويټر) ليکلي دي چې سعودي عرب او پاکستان د جارح په مقابل کې په يوه صف کې ودرېدل.

که څه هم د تړون په متن کې کوم هېواد ته اشاره نه ده شوې او نه هم تراوسه پورې بل کوم هېواد غبرګون ښوولی دی البته هند هغه لومړی هېواد دی چې خپل عکس العمل يې ښکاره کړی دی.

د هند، هندوستان ټایمز، اېن ډي ټېلېويژن او ځینو نورو رسنیو د هند د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند رندير جېسوال په حواله ليکلي چې دوی به د خپلې ملي سلامتۍ سره سره د سيمه یيز او نړیوال امنیت په تناظر کې پر دې مهم پرمختګ او د دې پر ممکنه اغېز نظر ساتي. هغه زیاته کړې چې د هند حکومت خپلو ګټو ساتنې او ملي سلامتي یقیني ساتلو ته ژمن دی.