د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وايي له امریکا سره یې د اوکراین د سولې په اړه "ګټورې" خبرې کړې خو لا یې نتیجه نه ده ورکړې


ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډېسېمبر پر دویمه په مسکو کې د وېټکوف په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره ولیدل.
ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډېسېمبر پر دویمه په مسکو کې د وېټکوف په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره ولیدل.

روسیه وايي چې له امریکا سره یې د اوکراین د سولې په اړه خبرې "ګټورې" وې البته کوم تړون ته له رسېدو پرته پای ته رسېدلې دي.

د مشال رېډیو د خبرونو مرکزي څانګې د راپور له مخې، د امریکا ځانګړي استازي سټیف وېټکوف د ډېسېمبر پر دویمه د یو پلاوي په مشرۍ په کرېملېن کې تر شاوخوا پینځو ساعتونو پورې د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین او د هغه له مرستیالانو سره ولیدل.

دوی دا لیدنه د سولې پر هغه وړاندیز د خبرو لپاره وکړه چې هدف یې پر اوکراین د بشپړ یرغل پای ته رسول دي.

د پوتین د بهرنۍ تګلارې سلاکار یوري اوشاکوف تر غونډې وروسته رسنیو ته وویل چې هغوی د اصلي او معروضي مسلو له هواري پرته د اوکراین د شخړې بله حللاره نه ویني. هغه زیاته کړه چې په دې اړه د ریښتيني پرمختګ لپاره اړینه ده چې واشنګټن او مسکو دواړه جدي کار وکړي.

ويټکوف تر غونډې وروسته په مسکو کې امریکايي سفارت ته د تګ پر مهال په سمدستي توګه څه ونه ویل.

دا ملاقات د اوکراین او روسیې د شخړې د هواري لپاره د ولسمشر ټرمپ د "سولې پلان" په اړه شوی دی.

د کیيف ملګري د ۲۸ نکتو لرونکې هغې "لانجمنې طرحې" په اړه وايي چې هغه تر ډېره د روسیې په ګټه ده. د برېتانیا، فرانسې او جرمني په مشرۍ د اوکراین اروپايي ملاتړو د "پلان" په اړه اندېښنه ښوولې ده چې لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی په ډاګه شوی البته ځینې مهمې برخې یې افشا شوې دي.

د دې تړون ډېر شرطونه له کییفه بشپړ رعایتونه غواړي چې پکې د روسيې د ډېرو غوښتنو څرک ښکاري. په هغو کې د اوکراین دونېڅک، لوهانسک او کریمیا سیمې روسیې ته تسلیمول او ورسره د اوکراینیو پوځیانو شمېر محدودول هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG