د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي د جګړې پای ته رسولو لپاره له روسیې او بیلاروس پرته بل هرځای کې مذاکراتو ته چمتو دی


د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي په کييف کې يوې خبري غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه
د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي په کييف کې يوې خبري غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ويلي دي چې کییف چمتو دی چې د هغه هېواد د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې او بیلاروس پرته په بل هرځای کې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، خو د هغه په وينا، اوکرایني ځواکونه "شا ته هیڅ داسې ګام نه اخلي" چې د خپلې خاورې یوه برخه روسیې ته پرېږدي.

د اکتوبر پر ۲۸مه په کييف کې په خپرو شويو څرګندونو کې نوموړي د امريکايي کانګرس له غړيو غوښتي چې پر روسیې سخت بندیزونه ولګوي.

هغه زیاته کړه چې اوکراین به د دوو یا دریو نورو کلونو لپاره د خپل مالي ثبات د تامین لپاره د خپلو اروپایي متحدانو ملاتړ ته اړتیا ولري.

زېلېنسکي د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ څخه وغوښتل چې روانه اونۍ د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په کتنه کې پر هغه فشار راوړي چې د روسیې له ملاتړه لاس واخلي.

نوموړي نن (د اکتوبر پر ۲۸مه) په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د ده په باور، دا به د ټرمپ یو جدي اقدام وي.

ټرمپ تېره اونۍ د روسیې د تیلو پر دوو سترو شرکتونو بندیزونه ولګول او د روسیې د انرژۍ له مهمو پېرېدونکو، په ځانګړې توګه له هند او چین څخه وغوښتل چې خپل پېرل، چې د واشنګټن او کییف په وینا د روسیې د جګړې ټول لګښتونه تامینوي، کم کړي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرتېرو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي.

روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي. بلخوا د هغې جګړې د ختمولو لپاره لا د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG