د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له جنوبي افریقا څخه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله


د پاکستان لوبغاړي د لوبلړۍ تر ګټلو وروسته له جام سره ولاړ دي - د نومبر اتمې انځور.
د پاکستان لوبغاړي د لوبلړۍ تر ګټلو وروسته له جام سره ولاړ دي - د نومبر اتمې انځور.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه وروستۍ یو ورځنۍ (۵۰ اووره) سیالۍ کې جنوبي افریقا ته په اووه وېکټو په ماتې ورکولو لوبلړۍ وګټله.

د فیصل اباد په اقبال لوبغالي کې د نومبر اتمې سیالۍ پچه جنوبي افریقا وګټله او لومړی یې توپوهنه (بیټېنګ) غوره کړه.

مېلمنې لوبډلې د بیټېنګ پیل ښه وکړ خو کله چې لواندرې پرېټورییس په ۳۹ منډو وسوځېد نو نور لوبغاړي هم ژر، ژر وسوځېدل. د جنوبي افریقا ټوله لوبډله په ۳۸م اوور کې په ۱۴۳ منډو وسوځېده. کوېنټن ډي کاک ۵۳ او اېنکابا پیټر ۱۶ منډې وکړې.

د پاکستان ابرار احمد څلور او سلمان علي اغا، شاهین شاه اپرېدي او محمد نواز دوه، دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د پاکستان لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۶م اوور کې د درو لوبغاړو په زیان پوره کړ. صایم ایوب ۷۷، محمد رضوان ۳۲ او بابر اعظم ۲۷ منډې وکړې.

د جنوبي افریقا ناندرې برګر او بييورن فورتوین یوه، یوه وېکټه واخیسته.

د نومبر پر شپږمه جنوبي افریقايي لوبډلې پاکستان ته په اتو وېکټو په ماتې ورکولو لوبلړۍ مساوي کړې وه ځکه چې د نومبر پر څلورمه لومړۍ سیالي پاکستان په دوو وېکټو ګټلې وه.

د جنوبي افریقا کوېنټن ډي کاک چې په ۲۰۲۳ز کال کې له یو ورځنیو سیالیو څخه تر تقاعدېدو (رېټایر کېدو) وروسته په لومړي ځل بیا سیالیو ته ستون شوی، د لوبلړۍ غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

تر دې مخکې، پاکستان د درې ۲۰ اووره سیالیو په لوبلړۍ کې هم جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG