په افريقايي هیواد نایجیریا کې وسلوالو د کاتولیک عیسویانو د یوه ښوونځي ۵۲ زده کوونکي تښتولي دي.
ګڼو نړېوالو رسنیو د ناجیریا د حکومت د یوې اعلامیې په حواله لیکلي دي چې دا پېښه د نومبر په ۲۱مه په نایجر ایالت کې شوې ده. رویټرز او فرانس پرېس اژانسونو د نایجیریا د یو سیمه ییز تلویزون "اریسي نیوز" په حواله لیکلي، حکومت وايي وسلوالو د سېنټ میري سکول زده کوونکي له ځانه سره بیولې دي.
حکومت په پېښه خپګان ښکاره کړی دی او وايي د زده کوونکو د موندلو هڅې کوي.
فرانس پرېس خبري اژانس د نایجیریا د نایجر ایالت د یوه چارواکي ابوبکر عثمان په حواله لیکلي: " په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړی دی چې د سکول ماشومان تښتول شوي دي. د تښتول شویو ماشومانو د کره شمېر په اړه معلومات راټولوو، زموږ امنیتي ادارې د پېښې په څېړنو بوخت دي."
په دې وروستیو کې په نایجیریا کې د سکولونو د ماشومانو د تښتولو پېښې زیاتې شوې دي. تر دې وړاندې د نومبر پر ۱۷مه هم وسلوالو د نایجیریا په کیبي ایالت کې د یوه ښوونځي ۲۵ نجونې تښتولې وې.
تراوسه کومې ډلې د ماشومانو د تښتولو مسوولیت نه دی قبول کړی.
د نایجیریا ولسمشر بولا ټنوبو په هېواد کې د بدامنۍ له وجې نورو هیوادونو ته خپل سفرونه ځنډولي دي.