د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې د تېلو پر شرکتونو بندیزونه به پر اوکراین د مسکو یرغل اغېزمن کړي؟


د روسیې د تېلو پر شرکتونو بندیزونه به پر اوکراین د مسکو یرغل اغېزمن کړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00

د روسیې تېل د اوکراین په جګړه کې د مسکو د پیسو اصلي سرچینه ده. ایا د روسیې د انرژۍ پر دوو لویو شرکتونو امريکايي بنديزونه به پر اوکراين د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین جګړه اغیزمنه کړي او که نه؟ د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ، چې د بيا منتخب کېدو راهیسې یې پر روسیې د بندیزونو لومړنۍ لړۍ اعلان کړه، وايي چې په امریکا کې به د روسنېفټ او لوک ايا شرکتونو موجودې شتمنۍ کنګل شي. همدارنګه، امریکایي شرکتونه به له دوی سره له سوداګرۍ کولو څخه منع شي او بهرنۍ مالي ادارې به له دوی سره راکړه ورکړه نه شي کولای. دا چې د روسیې د تېلو لوی اخيستونکی هېواد هند به هم په دې اقدام سره اغېزمن کېږي او که څنګه؟ د مشال راډیو د خبر د مرکزي څانګې ویډيويي راپور

XS
SM
MD
LG