د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یمن له ساحل سره د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۷۶ تنه وژل شوي دي


ایتوپیايي کډوال له کښتۍ تر کوزېدو وروسته د یمن ساحل پر لوري روان دي - انځور له ارشیفه.
ایتوپیايي کډوال له کښتۍ تر کوزېدو وروسته د یمن ساحل پر لوري روان دي - انځور له ارشیفه.

د یمن له ساحل سره نېږدې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۷۶ تنه وژل شوي او لسګونه ورک دي.

د یمن امنیتي چارواکو د اګست پر څلورمه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د عدن په خلیج کې د پېښې له ځایه ۳۲ تنه ژغورل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ یا مهاجرت سازمان (ای او اېم) وايي، په کښتۍ کې ۱۵۷ تنه سپاره ول چې زیاتره یې ایتوپیايي کډوال ول.

په یمن کې د سازمان مشر عبدالستار ایسویېف اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ویلي، کښتۍ د اګست پر درېیمه سهار وختي د هېواد له جنوبي ابین ولایت سره نېږدې ډوبه شوه.

نوموړي اې اېف پي ته ویلي، "د ورکو کسانو برخلیک لا هم معلوم نه دی."

سره له دې چې یمن له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د کورنۍ جګړې له کبله ویجاړ شوی خو هغه بې وزله هېواد د بې اسناده کډوالۍ په یو مهم ټرانزېټي مرکز اوښتی دی.

پر هغه لاره په ځانګړي ډول له ایتوپیا څخه، چې خپله بېلابېلو شخړو ځپلی، کډوال د خلیج شتمنو عربي هېوادونو ته د تګ هڅه کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، یوازې تېر کال په سمندرګي کې ۵۵۸ کسان وژل شوي چې ورڅخه یې ۴۶۲ د کښتیو ډوبېدو په پېښو کې مړه شوي دي.

له دې پرته د افریقا، منځني ختیځ، افغانستان او جنوبي اسیا اوسېدونکي هم وخت په وخت پر ځمکنیو او سمندري لارو په ناقانونه ډول اروپا ته د تګ هڅې کوي چې وخت په وخت په خونړیو پېښو کې ورته مرګژوبله اوړي.

د روان کال په اپرېل کې د لیبیا له ساحل سره نېږدې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې د څلورو پاکستانیانو په ګډون ۱۱ کډوال وژل شوي ول.

تر هغه وړاندې په جنورۍ کې د مراکش (المغرب) له یو بندري ښار سره نېږدې د هسپانيې (سپېن) پر لوري د روانې یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۴۴ پاکستانيانو په ګډون ۵۰ کسان وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG