د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې ټرافیکي پېښه کې ۳ تنه وژل شوي، ۴ ژوبل دي


خيبر پښتونخوا کې د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې يو کارکوونکی په ټرافيکي پېښه کې د يو ژوبل تن درملنه کوي. انځور له ارشيفه
خيبر پښتونخوا کې د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې يو کارکوونکی په ټرافيکي پېښه کې د يو ژوبل تن درملنه کوي. انځور له ارشيفه

د پېښور په متنو کې په يوه ټرافيکي پېښه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند بلال فيضي رسنيو ته په استول شويو معلوماتو کې ويلي دي چې د اکتوبر پر ۱۶مه د پېښور په جنوبي سيمه متنو کې يو مال وړونکی ټرک پر رکشې او موټر سايکل وخوت چې په نتيجه کې يې درې کسان ووژل شول او څلور نور ژوبل شول.

نوموړي زياته کړې ده چې پېښه د ټرک د برېک ناکاره کېدو له امله شوې ده.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د اکتوبر پر ۱۵مه شپې مهال د خيبر پښتونخوا په سوات کې په يوه ټرافيکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۵ کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي ول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.

د همدې له کبله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.

XS
SM
MD
LG