د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ويلي دي چې که اړ شي نو د افغانستان او پاکستان جګړه په اسانۍ هوارولی شي.
نوموړي د اکتوبر پر ۱۷مه ناوخته په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال نور معلومات ور نه کړل چې دا جګړه به څنګه او څه وخت هواروي.
ټرمپ زياته کړه: "دا تقريباً وروستۍ [جګړه] ده. که څه هم زه پوهیږم چې پاکستان پر افغانستان برید کړی دی یا له افغانستان سره جنګ روان دی. که اړ شم چې حل یې کړم، نو زما لپاره یې حل کول اسانه دي."
خو نوموړي پرمخ وويل چې هغه د امريکا مسوليت په غاړه لري. "زه باید امريکا اداره کړم، خو زه د جګړو حل کول خوښوم. تاسو پوهیږئ ولې؟ زه غواړم د خلکو د وژل کېدو مخه ونیسم او ما د مېلیونونو خلکو ژوند ژغورلی دی او زه فکر کوم چې موږ به پر دې جګړې بریالي شو."
ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې هم منځني ختیځ ته د سفر پر مهال د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځ تر مينځ پر روانو نښتو تبصره کړې وه او ویلي يې ول چې دا لانجه به هم هواره کړي.
د امریکا ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د اکتوبر پر ۱۷مه پر پکتيکا د پاکستان په هوايي بريدونو کې د کرکټ د درو ځوانو لوبغاړو په ګډون ۱۰ تنه ووژل شول.
بلخوا نن (د اکتوبر پر ۱۸مه) د قطر په کوربه توب په دوحه کې د پاکستانيو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي چارواکو ترمينځ د اوربند او سولې په اړه مذاکرات کېږي.