د کراچۍ پوليسو د افغان کډوالو کېمپ ړنګولو کار پیل کړی دی
په کراچۍ کې د افغان کډوالو هغه کيمپ چې پکې تر ۱۰،۰۰۰ زياتې کورنۍ اوسېدې، اوس تر ډېره خالي شوی دی. دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د حکومت په امر په هغه هېواد کې مېشت ګڼو کډوالو افغانستان ته ستنېدل پیل کړي دي. د کراچۍ پولیسو د افغان کډوالو د دې کېمپ د ړنګولو عملیات پیل کړي دي. د نیاز علي ويډيو