د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ اسیا جام: نن بنګلا دېش او هانګ کانګ میدان ته ووځي


هند په ۲۰۲۳ز کال کې د اسیا جام لوبې ګټلې وې - انځور له ارشیفه
هند په ۲۰۲۳ز کال کې د اسیا جام لوبې ګټلې وې - انځور له ارشیفه

د اتو هېوادونو ترمینځ د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالیو په لړ کې بنګلادېش او هانګ کانګ لوبه لري.

د اسیا جام لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې، د سېپټېمبر پر ۱۱مه یې درېیمه لوبه د ابوظبي په شېخ زاید لوبغالي کې ترسره کېږي. لوبه د کابل په وخت د شپې په اوو او د پېښور په وخت د شپې په اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې وړاندې په دوو لوبو کې افغانستان هانګ کانګ او هند متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړې وه.

د اسیا جام په سږنیو لوبو کې اته هېوادونه په دوو ګروپونو کې لوبېږي. په الف ګروپ کې متحده عربي امارات، عمان، هند او پاکستان او په بې ګروپ کې بنګلادېش، سريلانکا، هانګ کانګ او افغانستان لوبېږي.

د کرکټ د اسیا جام ۲۰ اووره لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه پیل شوې، پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.

د اسیا جام له پیلېدو وړاندې افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د درو هېوادونو ترمینځ د کرکټ په ۲۰ اووره لوبو کې برخه اخیستې وه. هغه لوبې چې په شارجه لوبغالي کې ترسره شوې د پاکستان په بریا پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG