د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو سره په شارجه کې د درو هېوادونو ترمینځ د ۲۰ اووره لوبلړۍ پای لوبې ته ووتله.
پای لوبه د سېپټېمبر په اوومه په شارجه لوبغالي کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د کابل په وخت د ماښام په اووه نیمو او د پېښور په وخت په اتو بجو پیلېږي.
تر دې وړاندې افغانستان د سېپټېمبر په پینځمه په شارجه کې متحده عربي اماراتو ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.
د افغانستان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې متحده عربي اماراتو ته د ۱۷۱ منډو هدف ټاکلی وو. د افغانستان له غاړې ابراهیم ځدراڼ ۴۸ او رحمان الله ګوربز ۴۰ منډې وکړې.
د اماراتو ټیم هدف ته د رسېدو په تکل تر پایه لوبه وکړه خو ونه توانېد او بلاخره یې لوبه د څلورو منډو په توپیر وبایلله.
د متحده عربي اماراتو په توپ وهوونکو کې محمد وسیم ۴۴ او اصف خان ۴۰ منډې جوړې کړې.
په متحده عربي اماراتو کې د درو هېوادونو ترمینځ د ۲۰ اووره لوبلړۍ په ګروپي لوبو کې پاکستان او افغانستان درې درې لوبې ګټلي او یوه یوه یې بایللې ده خو متحده عربي اماراتو بیا خپلې څلور واړه لوبې بایللې دي.
د افغان لوبډلې ځای ناستي کپتان ابراهیم ځدراڼ د لوبې تر ګټلو وروسته وویل:
"متحده عرب اماراتو ډېره ښه لوبه وکړه. هغوی لوبه ګټله خو زه خپل بالران ستایم چې ښه باولنګ یې وکړه او لوبه یې ختمه کړه. دا ښه سیریز وو. موږ فاینل کې پاکستان سره مخ یو. یوه اخرنۍ لوبه پاتې ده. موږ تر دې وروسته اسیا کپ ته ډېر چمتو یو. غواړو اسیا جام ته له ښې انرژۍ او جدیت سره لاړ شو."
د سېپټېمبر پینځمې نېټې په لوبه کې د افغان لوبډلې تر ډېره ځوان او هغه لوبغاړي ولوبېدل چې په تېرو لوبو کې چانس نه وو ورکړل شوی. همدا رنګه د لوبې کپتاني هم د راشد خان پر ځای ابراهیم ځدراڼ وکړه.
په شارجه کې د درو هېوادونو ترمینځ د لوبلړۍ کوربه هېواد متحده عربي امارات دی.
تر دې درې اړخیز سیریز وروسته به په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام سیالۍ پيل شي. په هغه جام کې افغانستان په بي ګروپ کې له هانک کانګ، بنګلا دېش او سریلانکا سره مخامخ کېږي. په اې ګروپ کې بیا هندوستان، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان لوبیږي.