بشرا ګوهر وايي د باچا خان مبارزې سیاست ته لېواله کړه
بشرا ګوهر په خیبر پښتونخوا کې د ملي جمهوري غورځنګ (نیشنل ډیموکريټېک موومنټ) مشره ده. هغه تر دې وړاندې د پاکستان د مشرانو د جرګې (سېنېټ) او د عوامي نیشنل ګوند غړې هم پاتې شوې ده. نوموړې همدا رنګه د بشري حقونو د یوې فعالې په توګه هم څرګند کارونه کړي دي او په ځانګړي دول د پښتنو مېرمنو غږ یې پورته کړی دی. بشرا ګوهر د سېپټېمبر په نهمه نېټه مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې نږدې ټول عمر یې سیاسي هلې ځلې کړې دی. نوموړې وايي د باچا خان سیاسي هلو ځلو، خدايي متګارۍ تحریک او د عدم تشدد فلسفې سیاست ته راوستې ده. نوموړې دا هم وویل چې مېرمنې دې په سیاسي ګوندونو کې د پرېکړو کولو جوګه کړل شي، یوازې نمایشي رول دې نه لوبوي. د بشرا ګوهر بشپړه مرکه دلته واورئ.