نن د سېپټېمبر پر اتمه د بلوچستان نېشنل پارټۍ پر غونډه د مشکوکه ځانمرګي بريد د پېښې پرضد د سياسي ګوندونو په غږ په بلوچستان کې بشپړ هړتال دی.
د سېپټېمبر پر څلورمه په کوټه کې د خبرې غونډې پر مهال محمود خان اڅکزي ويلی ول چې تر بريد وروسته دوی د سېپټېمپر پر درېيمه نېټه په کوټه کې د سياسي ګوندونو غونډه وکړه او فیصله يې وکړه چې د پېښې پرضد به د سېپټېمبر پر اتمه په ټول بلوچستان کې بشپړ هړتال وي.
د سېپټېمبر پر دويمه د کوټې د سریاب سړک په شاهواني لوبغالي کې د بلوچستان نیشنل پارټۍ د پخواني مشر سردار عطا الله مېنګل د څلورم تلین تر غونډې ختمېدو سمدستي وروسته برید شوی وو چې پکې د يو پولیس والا په ګډون پکې ۱۵ کسان وژل شوي ول. پوليسو دا ځانکمرګی برید بللی وو چې ذمه واري يې تر دې دمه هېچا نه ده منلې.
د سېپټېمبر پر اتمه نېټه د بلوچستان په تقریبا ټولو ضلعو کې بازارونه بند دي او پیه جام هړتال دی. د مشال رېډيو خبریال صمد شبنم د هړتال رپورټنګ کوي.
هغه وايي، د صوبې په مختلفو سيمو کې سياسي ګوندونو مظاهرې کړې دي او پر دې مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مخکښانو عبدالقهار ودان او عبدالرحیم زیاتوال په ګډون ځینې نور کسان پولیسو نیولي دي. خو حکومت د دې نيونو تصديق لا نه دی کړی.
پاکستان تحریک انصاف، پښتون ژغورنې غورځنګ او جماعت اسلامي هم د دې هړتال ملاتړ اعلان کړی دی. حکومت د بلوچستان په زیاتره سيمو کې انټرنېټ تړلی دی. د پښين اسسټېنټ کمېشنر نعمت الله ويلي چې هرڅوک که لارې بندوي هغوي به ګرفتاروي.
د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي هم د سېپتېمبر پر اوومه ويلی ول چې احتجاج کول د هرچا حق دی خو د لارو تړونکو پرضد به کاروايي کوي.
د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټی د سېپټېمبر په دویمه د یو بیان په خپرولو سره دا برید غندلی او ویلي یې وو چې د بلوچستان حکومت د پېښې د پلټنو امر کړی دی او د برید تر شا لاس لرونکي به زر ونیول شي.