د شمالي وزیرستان په میرلي کې د پولیسو پر پوسته برید کې یو پولیس او دوه وسله وال وژل شوي دي.
د پولیسو او استخباراتي ادارو چارواکي وايي چې د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه سهار مهال وسله والو په میرلي کې د پولیسو پر امنیتي پوسته برید کړی دی.
د دوی په وینا، پر دې مهال نښته کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی دی او دوه وسله وال هم وژل شوي دي.
د ميرانشا پوليسو مشال راډیو ته په لېږلي بیان کې ویلي بريد کې نظام الله نومي سرتېري وژل شوی او کانسټيبل انعام الله ژوبل دی.
بیان زیاتوي چې په ځوابي کارروايۍ کې یې دوه بريد ګر وژلي چې جسدونه یې د دوی په وینا د پوليسو په ولکه کې دي.
پولیسو دا نه دي ویلي چې دا وسله وال د کومې ډلې دي. نه هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه ویلي دي.