نوابزاده صبح صادق صادق په خټکواله لهجه کې شاعري کړې ده
نوابزاده صبح صادق صادق د پښتو ژبې یو له هغو شاعرانو څخه دی چې د ښې شاعرۍ کولو باوجود د خلکو زیات پام نه دی ور اوښتی. هغه د کرک د ټیري د نوابانو په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې وې. نوموړي په خپله خټکواله لهجه کې شاعري کړې او یو کتاب یې چاپ دی خو ډېره ناچاپه شاعري هم لري. پښتانه ادبپوهان وايي د نوابزاده صبح صادق صادق د نه مشهورتیا عمده لامل دا هم دی چې هغه په خپله لهجه کې شاعري کړې چې ښايي د نورو سیمو پښتانه به یې په شاعرۍ په اسانه نه وي پوه شوي. پر شاعرۍ سربېره نوابزاده صبح صادق صادق د خدايي خدمتګار تحریک فعال غړی هم پاتې شوی او د ژوند ډېر کلونه یې په زندان کې هم تېر کړي وو. د مشال راډیو په دې ځانګړي راپور کې د نوابزاده صبح صادق صادق د ژوند او فن په اړه نور معلومات ترلاسه کولی شئ.