د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او متحده عربي امارات نن د کرکټ ۲۰ اووره لوبه کې مخامخ کېږي


د پاکستان لوبغاړي د افغانستان د صدیق اتل له اوټ کولو وروسته خوشالي کوي - د اګست ۲۹مې انځور
د پاکستان لوبغاړي د افغانستان د صدیق اتل له اوټ کولو وروسته خوشالي کوي - د اګست ۲۹مې انځور

د پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې نن د کرکټ په ۲۰ اووره لوبه کې مخامخ کېږي. لوبه د پېښور په وخت د ماښام په اتو بجو پیلېږي.

تر دې وړاندې د اګست پر ۲۹مه د درې هېوادونو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان افغانستان ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې پاکستان له ټاس ګټلو وروسته پخپله د توپوهنې (بیټېنګ) پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په زیان ۱۸۲ منډې جوړې کړي. د پاکستان له غاړې لوبډلمشر سلمان علي اغا ۵۳ منډې وکړې.

په ځواب کې د افغانستان ټوله لوبډله په ۲۰م اور کې په ۱۴۳ منډو اوټ شوه. د افغانستان له غاړې راشد خان ۳۹ منډې وکړلې.

د افغانستان د کرکټ بورډ د اګست پر لومړۍ نېټه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي ول چې درېواړه لوبډلې به له یو بل سره شپږ سیالۍ کوي او دوه غوره لوبډلې به د سېپټېمبر پر اوومه په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې د دې درې اړخیزو لوبو هدف اسیایي جام ته چمتوالی دی چې ۱۱ ورځې وروسته په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.

په هغو ۲۰ اووره سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، هند، سري لنکا، بنګلادېش، عمان، متحده عربي امارات او هانګ کانګ ملي لوبډلې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG