په خوست کې د والیبال ۲ میاشتنۍ سیالۍ روانې دي
د خوست په شیخ زاید لوبغالي کې د والیبال دوه میاشتنۍ سیالۍ روانې دي چې پکې د خیبر پښتونخوا په ګډون د بېلابېلو سیمو ۱۰ لوبډلې برخه اخلي. د اګست پر ۱۹مه لسګونو کسانو د لوبو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړ. د سیالیو جوړوونکي وايي لوبې ځوانان ژوند کولو ته تشویقوي. په خوست کې ځوانان د کرکټ ترڅنګ له والیبال او نورو لوبو سره هم علاقه لري او وخت په وخت هلته د بېلابېلو لوبو سیالۍ کېږي چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو لوبډلې پکې برخه اخلي. نور حال په دې ویډيويي راپور کې وګورئ.