د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمیعت علمای اسلام (ف) یو مشر مفتي کفایت الله په ډزو ژوبل شوی


په ملاکنډ درګۍ کې امنیتي سرتېري په یوه پوسته کې ولاړ دي - پخوانی انځور
په ملاکنډ درګۍ کې امنیتي سرتېري په یوه پوسته کې ولاړ دي - پخوانی انځور

چارواکي وايي د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند یو مخکښ مفتي کفایت الله په بټخېله کې په ډزو ژوبل شوی او د کورنۍ دوه غړي یې وژل شوي دي.

د لیویز ځواک یو چارواکي د اګست پر ۱۶مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د مفتي کفایت الله د زامنو ترمینځ د کورنۍ جګړې پر مهال د هغه یوه زوی اعتصام خان ډزې کړې دي چې مفتي پکې ژوبل شوی چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی خو د هغه زوی او لور وژل شوي دي. ځینې رسنۍ بیا لیکي چې د مفتي کفایت الله مېرمن هم په دې پېښه کې ټپي شوې ده.

دغه چارواکی وايي اعتصام خان تر ډزو کولو وروسته تښتېدلی دی چې پر ضد یې مقدمه درج شوې او پولیس یې په لټه دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې د مفتي کفایت الله زوی په خپل پلار او د کورنۍ پر نورو غړو ولې ډزې کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم د جایداد پر سر او په نورو کورنیو شخړو کې دا ډول پېښې مخې ته راغلې دي.

XS
SM
MD
LG