د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ننګرهاره تښتول شوی ډاکتر خوست کې ازاد شوی دی


له ننګرهاره تښتول شوی ډاکتر خوست کې ازاد شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00

د طالبانو د حکومت کارکوونکو د ننګرهار ولایت اوسېدونکی ډاکتر غورځنګ احمد یوسفزی د خوست په ببرک تاڼې سیمه کې له تښتوونکو خلاص کړی او کورنۍ ته سپارلی دی. نوموړي د جولای پر ۲۸مه تر خوشې کېدو وروسته خبریالانو ته وویل، تښتوونکو دی د ګاډي په ډیګۍ کې اچولی وو چې د طالبانو حکومتي سرتېرو د ګاډي تالاشۍ پر مهال وموند او خوشې یې کړ. غورځنګ د جولای پر ۲۵مه په جلال اباد کې خپل کلېنېک ته پر لاره وو چې وسلوالو وتښتاوه او بیا یې له کورنۍ ۷۰۰،۰۰۰ ډالر تاوان غوښت. طالب چارواکي وايي، د پېښې په تړاو یې څلور تنه نیولي دي. ویډيويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG