چارواکي وايي، د پښتو ژبې د شخصي ټېلېوېژن اې وي ټي خیبر د خپرونو نومیالۍ کوربنه شبانه لیاقت، د هغې مېړه او څلور بچي د پاکستان تر واک لاندې په ګلګت بلتستان کې په سېلاب کې ورک شوي دي.
د ګلګت بلتستان د حکومت ویاند فیض الله فراق د جولای پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، د ټېلېوېژن چارواکو ورسره یوه ورځ مخکې رابطه کړې وه چې هغه له کورنۍ سره د سیمې په چکر تللې وه او د روانې میاشتې له ۲۱مې راهیسې ورسره رابطه نه ده شوې.
هغه وايي، د جولای پر ۲۷مه یو ځايي رضاکار پر بابو سر سړک د شبانې لیاقت بټوه (پرس) او د هغې د زوی د ښوونځي کارډ موندلی دی.
فراق وايي، د هغې او د کورنۍ د غړو لټون ته یې دوام ورکړی دی خو لا نه دي موندل شوي.
فیض الله فراق د عیني شاهدانو له خولې وايي چې د جولای پر ۲۱مه تر ورښتونو وروسته په بابو سر کې سېلاب راغلی وو چې له ۱۰ څخه یې تر ۱۵ پورې کسان لاهو کړل. دی وايي، تر اوسه د اووه کسانو مړي موندل شوي او د نورو لټون روان دی.
نوموړی زیاتوي، انتظامي کارکوونکو، رضاکارو، پولیسو او پوځي سرتېرو د لټون عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
خیبر نیوز ټېلېوېژن د جولای پر ۲۸مه پر خپله ووبپاڼه په خبر کې لیکلي دي چې شبانه لیاقت د اې وي ټي خیبر پر پرده د "سپنا خان" په نوم پېژندل کېږي او د هغې مېړه لیاقت علي د "پاکستان د هوايي ځواک افسر" دی.
اسوشيېټېډ پرېس او د فرانسې خبري اژانسونه وايي، د ګلګت بلتستان په بېلابېلو برخو کې د جولای له ۲۱مې راهیسې تر ورښتونو وروسته سېلابونو خلکو ته د مرګژوبلې تر څنګ مالي تاوانونه اړولي او بېخبنا (انفراسټرکچر) یې هم زیانمن کړی دی. د اسلام اباد تر واک لاندې هغه سیمه د طبیعي ښکلا لپاره پېژندل کېږي او په اوړي کې ورته د پاکستان له مختلفو سیمو او نورو هېوادونو څخه خلک په چکر ورځي.
په پاکستان کې په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې لسګونه خلکو ته مرګژوبله اوښتې.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي او صوبايي ادارې وايي، د جون له وروستۍ اونۍ څخه د جولای تر ۲۳مې پورې په پاکستان کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې تر ۲۳۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۶۰۰ زیات ژوبل دي.