بلوڅانو د جبري بې درکیو ضد پرلت ته دوام ورکړی
د بلوڅانو د یووالي (یکجهتي) کمېټۍ یوشمېر غړو له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې د اسلام اباد د خبریالانو له مرکز سره نېږدې ته احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی دی. دوی د خپلو کورنیو د ورکو غړو او خپلوانو د موندلو او د کمېټۍ د زنداني مشرانو د خوشې کولو غوښتنې لري. مظاهرچیان وايي، پولیسو ورته د پرېس کلب مخې ته د ناستې اجازه ور نه کړه نو ځکه یې پر سړک پرلت وواهه. یوشمېر مظاهرچیانو د جولای پر ۲۲ مشال راډیو ته وویل، د کورنیو غړي یې له کلونو راهیسې ورک دي چې نه ورباندې کوم جرم ثابت شوی او نه عدالت ته وړاندې شوي دي. په پاکستان کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی په پراخ کچ د خلکو د ورکولو تورونه ناسم بولي. د پاکستان د قانوني چارو وزیر اعظم نذیر تارړ تېر کال ویلي ول چې د ورکو کسانو مسله خورا پېچلې ده. ده ویلي ول چې په دې موضوع کې د دولتي بنسټونو ککړتیا نه شي ردېدای خو زیاته کړې یې وه چې په دې لړ کې یې کره شواهد نه دي ترلاسه کړي. د پاکستان پوځ البته په پراخ کچ د بلوڅانو ورکولو تور ردوي او دعوه کوي چې ډېری هغه کسان چې بې درکه بلل کېږي له وسلوالو ډلو سره یو ځای شوي او ځینې یې په عملیاتو او له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي. د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مشره ډاکتره ماهرنګ بلوڅه او یوشمېر نور مخکښ مشران او فعالان له مارچ راهیسې د عامه نظم ساتنې قانون له مخې بندیان دي. ویډيويي رپورټ.