په میرامشا کې د امن پاڅون غونډه وشوه
په امن پاڅون کې ناستو سلګو کسانو ته ویناوالو په شمالي وزیرستان کې د امن د راوستلو او د خلکو د سر او مال د خوندي کولو په اړه خبرې وکړې. مشران وايي، دا هڅې یې د ممکنه عملیاتو د مخنیوي لپاره روانې کړې دی. په سیمه کې د اتمانزیو جرګې ته حکومت تر دې وړاندې دوه میاشتې وخت ورکړی وو چې په دې وخت کې به له وسلوالو سره خبرې کوي او له جګړو به یې منع کوي. حکومت او پوځ وايي، په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره عملیات لازم دي خو که قامي مشران ګڼي چې بې له عملیاتو دا مسله هوارولی شي نو خپل کردار دې ولوبوي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په دې وېډيويي راپور کې.