د لاسرسي ځای

تازه خبر

ثمر هارون بلور: له خپل ملک سره د مینې اظهار ګناه نه ده

تازه شو

ثمر هارون بلور: له خپل ملک سره د مینې اظهار ګناه نه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:18:04 0:00

ثمر هارون بلور، چې روانه میاشت یې عوامي نیشنل ګوند پرېښود او په مسلم لیګ (ن) کې شامله شوه، وايي، په حادثاتي ډول یې انتخاباتي سیاست ته مخه کړه. نوموړې د جولای پر ۱۷مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له خپل ملک سره د مینې اظهار ګناه نه ده. نوموړې وايي، د عوامي نیشنل ګوند له سیاستوالانو او غړو سره د "احترام رشته" لري خو زیاتوي، خپله سیاسي نظریه لري او د هم هغې له مخې سیاست کول غواړي. د بلور مېړه هارون بلور د عوامي نیشنل ګوند یو مشر وو چې د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۱۰مه په پېښور کې د انتخاباتي غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې ووژل شو. داراز، د هارون بلور پلار او د هغې خسر بشیر احمد بلور، چې د عوامي نیشنل ګوند په اېتلافي حکومت کې لوړپوړی (سینییر) وزیر وو، په ۲۰۱۲ز کال کې په پېښور کې په حمله کې وژل شوی وو. پر هغوی د بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه. له ثمر هارون بلور سره بشپړه مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG