د امریکا ولسمشر وايي راتلونکې اوونۍ به امریکايي پلاوی د ایران له چارواکو سره وګوري. دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د اسراییلو او د امریکې له بریدونو وروسته د تهران د ایټمي تنصیباتو په اړه شکونه موجود دي.
د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، ډانلډ ټرمپ په هالینډ کې د جون پر ۲۵مه دا څرګندونې یوازې څو ورځې وروسته له هغې کړې دي چې امریکايي الوتکو د ایران په درې مهمو تنصیباتو قوي بمونه وغورځول. ټرمپ وویل: "موږ راتلونکې اوونۍ خبرې کوو. موږ به په دې لیدنه کې هماغه پخوانۍ غوښتنه کوو چې موږ ایران ته د ایټمي وسلو جوړولو اجازه نه ورکوو."
امریکا د جون پر ۲۲مه د ایران په هغو زیرمتونونو ۱۳،۶۰۰ کیلوګرامه وزني بمونه وغورځول چېرته چې هغه هېواد غني شوي یورانیم ساتل.
ټرمپ په خبري غونډه کې وویل: "دا (د ایران ایټمي تنصیبات) تباه شوي دي، زه وایم ایران به ایټم نه لري. موږ هر څه والوځول."
د امریکا ولسمشر دا هم وویل چې هغه ګومان کوي چې ایران به اوس یو وارې بیا په جوهري منډه کې برخه وانخلي او هغه فکر کوي چې مخکې یې هڅې پیل کړې وې.
نوموړي دا هم وویل چې د ایران پر ايټمي تنصیباتو له امریکايي بریدونو وروسته دا واضحه نه ده چې دوی به له ایران سره د هغه هېواد د ایټمي پروګرام په معامله کې تړون وکړي او که نه؟ خو پر ایران له بریدونو وړاندې ټرمپ هڅه کوله له تهران سره د یو تړون له مخې د هغه هېواد د یورانیو د غني کولو پروسه په بشپړه توګه ودروي او په ځواب کې به پر هغوی لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
د مشال راډیو فارسي څانګه (راډیو فردا) لیکي، ایران تر اوسه د دې خبرې پخلی نه دی کړی چې ګینې راتلونکې اوونۍ له امریکايي پلاوي سره ګوري. خو د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وېټکاف وايي، په دې اړه د تهران او واشنګټن ترمینځ مستقیم او غیر مستقیم ارتباطات نیول شوي دي.
ټرمپ تر دې وړاندې د جون پر ۲۵مه دا هم ویلي وو چې ایران پر ضد یې عملیات کامیاب وو خو د بدنامولو هڅه یې روانه ده. نوموړی وايي ځینې نړېوالې رسنۍ هڅه کوي د ایران پر ضد د امریکې پوځي عملیات ناکامه وښيي. ټرمپ وړاندې وویل، هغه راپورونه بې بنسټه دي چې ګواکې د ایران پر ضد د امریکا په عملیاتو کې د تهران ایټمي تاسیسات له منځه نه دي تللي.
د اسراییلو او ایران ترمینځ جګړه چې د جون پر ۱۳مه شروع شوې وه ۱۲ ورځې یې دوام وکړ. په دې جګړه کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې او پراخې وېجاړۍ هم رامنځ ته شوې دي.
په امریکا کې مېشت د ایران د بشري حقونو یو بنسټ وایي، پر ایران د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۵۰ تنه وژل شوي او ۳۴۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د اسراییل لوري ته بیا په رسمي ډول یوازې د ۲۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی او سلګونه نور یې ټپيان ښودلي دي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جون پر ۲۳مه ناوخته اعلان وکړ چې د اسراییل او ایران ترمنځ "بشپړ" اوربند شوی دی.