د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست له زندانه د اختر په مناسبت ۱۳۴ بندیان خوشې شول


د خوست له زندانه د اختر په مناسبت ۱۳۴ بندیان خوشې شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

په افغانستان کې د خوست ولایت چارواکو د لوی اختر په مناسبت ۱۳۴ کسان خوشې کړي او د ۱۹۹ نورو کسانو د بند موده یې کمه کړې ده.د خوست چارواکي وايي دا پرېکړه د جون پر پینځمه نېټه شوې ده. په افغانستان کې عموماً اخترونو او ځینو ملي مناسبتونو کې د چارواکو لخوا یو شمېر بندیان چې جرمونه یې درانه، نه وي خوشي کیږي او د ځینو نورو بیا د بند په موده کې کموالی راځي. د خوست له مرکزي زندان څخه ازاد شوي بندیان وايي، خوشاله دي چې د بند پاتې موده ورته بخښل شوې ده او خپلو کورونو ته ستنېږي. د خوست د زندان مشر ذبیح الله طلحه وايي، دوی نه یوازې دا چې له زندانیانو سره ښه چلند کوي، بلکې هڅه یې ده چې د بیلابیلو روزنیزو پروګرامونو له لارې هغوی د سالمو کسانو په توګه ټولنې ته ستانه شي. نور حال په دې راپور کې:

XS
SM
MD
LG