د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ايران له ولسمشر او ستر مذهبي مشر سره په ملاقاتونو کې پر سيمه ییز امن او سوداګرۍ خبرې کړې دي.
د پاکستاني وزيراعظم دفتر د مې پر ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې شهباز شريف له ايرانيو چارواکو سره د امنيت، اقتصادي راکړې ورکړې او پانګونې په اړه ګټور بحث کړی دی.
شهباز شريف پر خپله رسمي اېکس پاڼه ليکلي دي چې پاکستان د اسلامي نړۍ په چوکاټ کې د ایران رول ته ارزښت ورکوي او د سولې، پرمختګ او یووالي په برخه کې د ګډو اهدافو د پرمختګ هیله لري.
په عين حال کې د ايران د ولسمشر مسعود پزشکيان دفتر د مې پر ۲۶مه وويل چې نوموړي له شريف سره د خبرو پر وخت ټينګار وکړ چې د پاکستان او ايران سرحدي سيمې بايد د وسلوالو له فعاليت او قاچاق څخه پاکې وي.
بلخوا د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي دفتر هم د مې پر ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې نوموړي له شهباز شريف سره په ملاقات کې د هند او پاکستان ترمينځ اوربند وستایه او غوښتنه یې وکړه چې دواړه غاړې دې خپلمنځي شخړې د خبرو له لارې هوارې کړي.
شهباز شريف او د پاکستاني پوځ مشر فيلډ مارشال عاصم منير د مې له ۲۵مې راهیسې، د يو پلاوي په ملتيا د ترکیې، ایران، اذربايجان او تاجکستان په دوره دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د هغه سفر مقصد د هند او پاکستان تر وروستۍ شخړې وروسته د سیمه ییزو همکاريو او ملاتړ زیاتول ښوولی دی.