په خوست کې له څه مودې راهیسې د لنډ مهال لپاره سلګونه ځوانان، ښځې او ماشومان د زڼغوزیو د غوټو په څنډلو بوخت شوي دي. مزدورکاران وايي، د بې کارۍ او کمزوري اقتصاد له کبله دوی د زڼغوزیو غوټې ټکوي چې بیا له دې غوټو دوی په کورونو کې د سونګ توکو او د کوټو د تودولو کار اخلي.