په عراق کې یو مستري د ګاډو له پرزو هنري شیان جوړوي
د عراق په نجف ښار کې یو هنرمند د ګاډو له پرزو او له کاره لوېدلو نورو شیانو څخه هنري نمونې جوړوي. هغه هنرمند وايي چې اوس یې په دې کار کې تجربه زیاته شوې، نو د خپلو هنري نمونو لپاره له مستري خانو پرزې راټولوي. حسین داود وايي چې هغه په دې کار سره د چاپیریال ساتنې پیغام ورکول غواړي. د رویټرز خبري اژانس له ويډيو جوړ رپورټ