فرانس له چین څخه پور کړي پانډاګان بیرته ورکوي
فرانسه د چین هیواد هغه دوه پانډاګان بیرته ورکوي چې شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې یې په پور ترې اخیستي وو. د فرانسې د ژوبڼ چارواکي وايي، دوی د پانډاګانو دا جوړۍ ځکه چین ته ستنوي چې د یوه په پښتورګو کې ستونزه پیدا شوې ده. دوی وايي، دا پانډاګان د فرانسې او چین د اړیکو ټینګښت په ډاګه کوي. رویټرز اژانس په دې اړه یو رپورټ خپور کړی دی.