اوکراین کې پر وړکتون برید کې یو سپینږيري سړي څنګه ماشومان وژغورل؟
د اوکراین په خارکییف کې پر یو وړکتون د روسیې په بريد کې د ژغورنې د چارو یو متقاعد کارکوونکی هغه وخت پر ټولنيزو شبکو ډېر مشهور شو چې د اکتوبر پر ۲۲مه يې تر هغه برید وروسته په لاس کې یوه ماشومه نیولی وه. هغه د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې د ژغورنې د چارو یو چارواکی وو. نوموړی وايي چې تقاعد شوی خو اوس هم د خلکو ژوند ژغوري. د مشال راډيو د خبر د مرکزي څانګې ویډيويي راپور.