د بلوچستان اعلا وزیر میرسرفراز بګټی وايي، حکومت به کله هم جرګو ته د ناموس په نامه د چا د وژلو اجازه ورنه کړي.
د اسلام اباد د پوليسو يو افسر جمشيد خان د جون پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې ۱۷ کلنه ثنا یوسف د خیبر پښتونخوا د چترال سیمې سره تړاو درلود او په ټولنیزې رسنیو ټیک او انسټاګرام باندې یې فعالیت کولو.
د اسټرالیا په مېلبرن کې د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبغاړو د بې پوله کرکټ ادارې له لوبډلې سره سیالي کړې ده. د جنورۍ پر ۳۰مه د بې پوله کرکټ لوبډلې افغان لوبغاړو ته د ۱۰۷ منډو هدف ورکړ چې هغوی پوره نه کړای شو او سیالي یې وبایلله. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
ثنا خان ښايي لومړۍ ښځه وي چې په پېښور کې ټیکسي چلوي. هغه د ورځې تر دوو بجو پورې په پوهنتون کې زده کړې کوي او په مازیګر کې ټیکسي چلوي. هغه وايي، د ټیکسي د چلولو له امله يې ځینې خپلوانو ورسره اړيکې پرې کړې دي، خو ځینې کسان يې بیا ستاینه کوي. نور په ویډیويي مرکه کې.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې طالبانو د نجونو او ښځو د زده کړو پر وړاندې محدودیتونه لګولي دي. بلخوا، د شام په هساکه سیمه کې ښځو په یوه غونډه کې د نوې اسلامپالې ډلې، هیئت تحریر الشام په واکمنۍ کې د ښځو د راتلونکي په اړه خبرې وکړې. په غونډه کې د بېلابېلو طبقو ښځو برخه اخیستې وه
د کنفرانس په اعلاميه کې ويل شوي چې د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان سړي او ښځه فرض دي او دا چې د هغې پر وړاندې هېڅ يوه خنډ ته د اسلامي شريعت په رڼا کې جواز نه شي موندل کېدای.
د سعودي عرب غيرسرکاري ادارې، رابطه العالم اسلامي مشر وویل "په اسلام کې د نجونو پر زده کړو هېڅ بندیز نشته او هېڅوک بايد د دې لپاره شرعي بهانې ونه لټوي".
د پنجاب په لاهور کې ټرافیک پولیسو ښځو ته د موټر سایکل چلولو ارزان بیه روزنیز پروګرام پیل کړی دی. پولیس وايي چې تراوسه پورې یې شاوخوا ۶،۵۰۰ ښځو ته موټرسایکل چلول وزده کړي دي. د لاهور اوسېدونکو د حکومت دا اقدام ستایلی دی.
نور وښیئ