نجيب عامر د افغانستان او پاکستان په اړه رپورټونه جوړوي. هغه اوونیزې خپرونې وړاندې کوي چې پکې "د مشال راډیويي مجله" او "د مشال په نوم" هم شاملې دي.
لولکۍ، شوپرک یا بلبلکې دومره کمزوری وجود لري چې که لاس وروړې، ښايي ژوند یې ختم شي خو همدوی په ژمي کې اوږده مزلونه کوي.
د فلسطین د غربي څنډې په رام الله کې د هرې جمعې پر ورځ د مارغانو د پلورلو او پېرودو مېله جوړېږي. خلک له شاوخوا کلیو او سیمو ځانونه هلته رسوي او وايي چې په محدودیتونو کې یې دا ډول مېلې د ساعت تېرۍ یوه وسیله ده. نجیب عامر د رویټرز اژانس له ویډیو رپورټ جوړ کړی دی.
د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د ډېسېمبر پر ۱۲مه په اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته وویل چې په شام کې یې سفارت له ټولو پاکستانیانو سره "د مرستې لپاره فعال رول" لوبوي او خوندي یې له هغه هېواده د ایستلو هڅې کوي.
پشتین دا خبرې تر هغه وروسته وکړې چې د غورځنګ غړو او پلویانو پر پولیسو د رېګي للمې په میدان کې پر فعالانو د "مستقیمو ډزو" تور پورې کړ او تر هغې وروسته یې د وژل شویو درې کسانو مړي د جرګې انتظامي کیمپ ته ولېږدول.
تښتول شوی پوځي افسر لفټننټ کرنل خالد نومېږي چې له هغه سره یو ځای یې دوه وروڼه اص او فهد او یو وراره ابرارهم وسله والو له ځانه سره بیولې دي. د یادونې وړ ده چې لفټننټ کرنل خالد د پاکستان د پوځ حاضر سرویس اسر دی.
السو وايي اوس ډېره خوندي احساسوي
د مشال راډیويي مجلې په دې ګڼه کې کې د کشمیر او جلال اباد د دوو مزاحمتي شاعرانو په اړه مطالب، د انسان مجلې د بیا پیلیدو په اړه یوه مرکه او د زما داغستان کتاب د یوې بلې برخه ژباړه اوریدلی شئ.
دا له هغه وروسته ده چې د ايران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د مې پر ۲۰مه د رييسي مرستيال محمد مخبر د سرپرست ولسمشر په توګه وټاکه.
ګڼو نړیوالو رسنیو چې پکې الجزیره ټېلېوېژن، بي بي سي، ګارډین ورځپاڼه، ای بي سي نیوز او نیو یارک ټایمز هم شامل دی، په برید کې د حماس ډلې د هغه لوړپوړي مشر د کورنۍ د غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د سپينې ماڼې يوې وياندې کرین ژان پيا د مارچ پر ۱۸مه امریکا غږ ته په مرکه کې وويل، هغوی ډېر خفه دي چې په پاکستان کې د حملې پر مهال خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي، او همدا راز دا چې په افغانستان کې د [پاکستان] د بمباریو له کبله ولسي خلک وژل شوي دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دغو پاکستانیو په ایران کې څه کول او د چا له خوا ووژل شول خو پاکستانۍ رسنۍ لیکي چې په وژلو شوي کسان ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو.
په کوټه کې د بلوڅ پرلتوالو هرکلي ته ګڼ خلک ورغلي ول چې ورته بلوڅې په وینا کې وویل چې د جنورۍ پر ۲۷مه د ښار په شاهواني لوبغالي کې جلسه کوي او د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره به خپله راتلونکې تګلاره اعلانوي.
د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات تر هغې وروسته ترینګلي شول چې ایران د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د جنورۍ پر ۱۱مه په تازه راپور کې ویلي چې چارواکو رسنۍ تر فشار لاندې راوستې دي او ګواښي يې چې پر حکومتي ادارو او عدلیې به نيوکې نه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د جنورۍ پر اتمه په یو خپور کړي بیان کې ویلي چې د امریکا دا اقدام "له ځمکنیو حقایقو ليرې" او "د تعصب ښکارندوی" دی او دوی يې په اړه د "ژورې اندېښنې" احساس کوي.
بلوڅې د ډېسېمبر پر ۲۸مه پر اېکس پاڼه خبریالانو ته د خپلې وینا یوه برخه خپره کړې چې پکې یې وویل، "د اسلام اباد انتظامیې ته یو ځل بیا پیغام ورکوو چې دا پرلت او دا تحریک د ټول بلوچستان تحریک دی، د بلوچستان غږ دی، تر دې وروسته به پر دې احتجاج د کېدونکي هر ډول تشدد او تېري ځواب ټول بلوچستان ورکوي."
نواز شریف د ۲۰۱۹م کال د نومبر پر ۱۹مه د علاج لپاره لندن ته لاړ چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۲۱مه پاکستان ته ستون شو.
انوارالحق کاکړ زیاته کړه چې د عامو انتخاباتو د امنیت او انتظام په اړه هم لازم ګامونه اخیستل شوي دي او نګران حکومت د پاکستان د انتخاباتو له کمېشن سره په ګډه په دې اړه کار ته دوام ورکوي.
نومیالۍ هنرمندې نغمې مشال راډیو ته یو ویډیويي پیغام استولی دی چې پکې یې د افغانستان له زلزله ځپلو کورنیو سره خواخوږي ښوولې او پر هېوادوالو یې له اغېزمنو سره د مرستو غږ کړی دی. د اکتوبر اوومې زلزلې زرګونو خلکو ته مرګژوبله اړولې. د نغمې ویډیويي پیغام وګورئ.
نور وښیئ