منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
عبدالخالق پټان هم دا راز وویل چې تر څو ورته ګورنر ضمانت (ګارنټي) نه وي ورکړي، د نورو چارواکیو په خبره احتجاج نه ختموي.
د فرورۍ په۲۱ مه خپور شوي په دې رپورټ کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له جاج اخیستو وروسته درجه بندي شوې چې پکې په دې حواله نیوزېلېنډ اوډنمارک په اول او دویم نمبر پاک هېوادونه ګرځول شوي دي.
د نړیوالو چارو پوه ډاکټر اعجاز خټک وايي له روس سره تر یو حده نزدې کېدل پاکستان ته ګټه رسولی شي خو د غربي نړۍ او په خاص توګه د امریکا متبادل نه شي کېدلی.
د فبرورۍ پر اوومه د هریپور په زندان کې د ترهګرۍ ضد عدالت د مشال خان د وژنې په اړه په خپله فیصله کې عمران علي ته د مرګ او ځېنو نورو کسانو ته له عمر قیده واخله تر پینځو کلونو پورې د بند سزاګانې واورولې.
هره ورځ موږ په رسنیو کې وینو او اورو چې قاضیان صاحبان زموږ لپاره د ډان (یعنې بدمعاش)، مافیا او غلو، ډاکوانو الفاظ کاروي، ایا دا هم د عدالت په سپکاوي کې راځي او که نه؟
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د زیارت پر ماښام په بیان کې ویلي، د خلکو شناختي کارډ به اوس د مرستو تر لاسه کولو او تګ راتګ لپاره کارېږي. پوځ دا اعلان تر هغې وروسته کړی
د بلوڅانو ملتپاله ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ (مینګل ډلې) یو مشر ثنا بلوچ وايي، دوی د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو له خېبرپښتونخوا سره د یوځای کېدو مخالفت نه کوي
د فرورۍ په لسمه په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني چارواکو له دوو ورځنیو خبرو اترو وروسته ګډه اعلامیه خپره نه شوه. دې کار یو شمېر پوښتنې مخې ته راوړې دي. د دواړو اړخونو په بیانونو کې فرق څه معنا لري؟
په اسلام اباد کې د فاټا په ګډون د پښتنو سیمو د ځوانانو او مشرانو احتجاج د دوشنبې پر ورځ هم روان دی. دا احتجاج څلور ورخې وړاندې پیل شوی و.احتجاج کونکي د نقیب محسود د قاتلانو د نېولو، قبايلي سيمې له ماينونو څخه د پاکولو او د لادرکه کړل شویو پښتنو د موندولو غوښتنې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په میډیټرانه سمندرګي کې ډوبې شوې کشتۍ کې ۳۲ پاکستاني وګړي مړه شوي چې پکې د دیارلسو کسانو مړي موندل شوي او پیژندل شوي دي. دا پیښه د تیرې چارشنبې په ورځ ( جنورۍ په ۳۱ مه نیټه) ناوخته شوې ده.
د اتوار په ورځ په لاهور کې د سپریم کورټ درې تني جرګګۍ د قصور د وژل شوې ماشومې زېنب د مقدمې اوریدنه وکړه چې پکې یې د ډاکټر شاهد مسعود د ادعاو پلټنو لپاره د یوې ګډې تحقیقاتي ډلې جوړولو امر وکړ.
د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ګلالۍ اسماعیل وايي د ګواښونو سربیره به هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. نوموړې د اتوار په ورځ له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل هغه تن چې په دې یې د مذهب د سپکاوي تور پورې کړی وو، د خالي په ورځ عدالت په ضمانت خوشي کړی دی.
امریکا د جماعت الدعوه ډلې د مشر حافظ سعید په خوشي کولو خپګان ښودلی او دا یې د پاکستان لخوا اخېستل شوی یو ناسم اقدام بللی دی. حافظ سعید د تیرې جمعې په ورځ وروسته له هغې خلاص کړل شو چې لاهور هايکورټ د پنجاب حکومت لخوا د نوموړي د نظر بندۍ غځولو درخاست رد کړ.
لاوروف په مسکو کې له خپل عراقي سیال ابراهیم الجعفري سره تر لیدو وروسته وویل، دی پوهېږي چې کردان خپل شناخت پیاوړی کول غواړي زیاته یې کړه چې د سیمې حالاتو ته په کتو د دې مقصد تر لاسه کولو
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو رپورټ خپور کړ چې پکې راغلي، سي ای اې غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د لوړپوړو کسانو لټون او وژنه هم په خپلو پټو عملیاتو کې شامل کړي.
په پرمخ تللي هېوادونو کې خلک او په خاصه توګه ځوانان د ټولنیزو رسنیو یا سوشل میډیا د استعمال نه ډیرې ګټې پورته کوي خو پوښتنه دا ده چې ایا پښتانه ځوانان هم له سوشل میډیا په مثبت استعمال ګټې پورته کوي او که څنګه؟
د دې اوونۍ په روښانه مستقبل خپرونه کې به واورۍ چې د شمالي وزیرستان ځوانان او مشران را پاڅیدلي او په خپلو سیمو کې د خېر ښیګړې د نورو کارونو تر څنګ د علم رڼاخوروي او په دې نظر دې چې هم له دې لارې به یې په سیمه کې د پرمختګ لړۍ شورو کیږي.
نور وښیئ