منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د روښانه مستقبل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتونخوا کالج اف ارټس د بېلا بېلو څانګو معلومات، د استادانو تاثرات او د زده کوونکو خبرې اوریدلی شئ.
د امریکا بحري ځواک چارواکو د شنبې یا خالي پر ورځ وویل، د دوی یو هیلي کاپټر په نړیواله فضا کې الوت او څار کاوه چې ویې لیدل د ایران یو شمېر په توغندیو بار بېړۍ په تېز رفتار د امریکايي هغې لورې ته ورروانې وې.
یو سیاسي فعال کرېسټوفر خبري اژانس ته ویلي، په پاکستان کې روانې سرشمېرنې ته ځکه خوشاله دی چې یوې خوا ته به د عیسویانو کره شمېر معلوم شي او بلې خوا ته به په پارلېمان کې د دوی د استازیتوب کچ هم لوړ شي. دی وايي، دا مهال پارلېمان ته د دوی استازي د لسیزو پخوانۍ سرشمېرنې په حساب ورځي.
د خېبرپښتونخوا د نصابي کتابونو د بورډ پخوانی مشر ډاکټر فضل رحیم مروت وايي د سکولونو نصاب داسې پکار دی چې نوي کول ته د بشر دوستۍ درس ورکوي.
د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران خان افریدي وايي په سکولونو کې د ماشومانو د داخلو د کمپاین ترڅنګه د دغو سیمو په سکولونو کې د استاذانو حاضري یقیني کولو لپاره هم کمپاین کوي.
د مومند ایجنسۍ په پړانګ غار تحصیل کې استاذان په سکولو کې د ماشومانو د داخلو لپاره مهم چلوي.
په دې حالاتو کې دا پوښتنې راپورته کیږي چې په پاکستان کې عدالتونه، ججان او وکیلان څومره محفوظ دي؟ او دوی په دې حالاتو کې د وسله والو پر ضد د مقدمو چلولو څومره توان لري؟
د انساني حقونو د څار اداری هیومن رایټس واچ خپل یو تازه رپورټ کې تور پوری کړی چې له پاکستانه افغان کډوال په زور ایستل کیږي او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره /یو این ایچ سي آر/ په دې عمل خاموشه ده نو داسې ښکاري چې هغه هم ورسره په دې سلا ده.
په سوات کې د هغو جینکو لپاره د تعلیم لړۍ پیل شوی چې تر پنځم جوماته یې تعلیم کړی وي او بیا ترې د بېلا بېلو مشکلاتو لوجې پاتې دی. په دوی کې هغه ښځې هم شاملی دي چې اوس یې خپل بچي سکولونو ته ځي. دوی ته په یو نیم کال کې د دریو کلونو تعلیم ورکول کیږي.
په سوات کې هغو جینکو ته چې له پنځم جوماته بره زدکړې یې پاتې شوي دي یو نوی پروګرام شورو شوی چې پکې اوس په پرایمري سکولونو کې هغوي ته د شپږم نه تر اتم بوری تعلیم ورکول کیږي.
په دې ورستیو کې د خېبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک یوه سمري لاسلیک کړی چې ترمخه به یې په سکولونو کې له اول نه د پنځم جومات پوری د قران شریف ناظره او له شپږم نه تر لسم جوماته پوری د قران شریف ترجمه لازمي ورګرځول شي.
که څه هم قبایلي خلک له ډېرې مودې راهیسې دغو سیمو کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي خو په دې ورستیو کې قبایلي مشران او سیاستوال د بدلون په اړه د اختلافاتو ښکار دي.
په سوات کې چې کومې جینکۍ د سکولونو د نشتوالي له وجې د پنځم جومات نه پورته د تعلیم نه محرومې وې، د هغوي لپاره یوې غېرسرکاري ادارې هغوي ته نزدې په پرایمري سکولونو کې د پنځم نه تر اتم جوات پوری د تعلیم لړۍ شورو کړی چې د دریو کلونو پر ځایې به په یو نیم کال کې پوره کیږي.
سیاستوال او د انساني حقونو لپاره کارکوونکی افراسیاب خټک وايي هغه وخت ټول سیاسي ګوندونه د پوځي عدالتونو په جوړولو سلا شوي ول خو ممکنه نه ښکاري چې اوس یې موده غځولو ته غاړه کېږدي.
د خوست په ګلان کېمپ کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال وايي خپلو سیمو ته ستنیدلو پرمهال دې ورسره په امنیتي پوستو نرمي وکړل شي او د کومو کډوالو چې کورنۍ په خوست کې وې او په بنو کې یې وطن کارډونه ترلاسه کړي وو د هغوي د ستنیدلو لپاره دې هم انتظامات وکړل شي.
د وزیرستانیو کډوالو مشرانو مشال راډیو ته وویل د یخنۍ زیاتېدو له کبله دې دوی پر پوستو زیات نه درول کېږي.
پوځي سرچینو مشال رېډیو ته ویلي، پوځي عدالتونو ته ولسي یا سیویلین ادارو د ترهه ګرۍ سره په تړاو ټولې ۲۷۶ مقدمې استولې وې چې پکې ۱۶۱ کسانو ته د مرګ او ۱۱۵ کسانو د عمر قېد سزا اورول شوی ده.
په دې ورستیو کې د پاکستان په سینیټ کې د انفارمېشن ټیکنالوژۍ او ټیلي کمیونیکېشن د ذیلي کمیټۍ یوې غونډې ته ویل شوي چې په قبایلي سیمو او بلوچستان کې د انټرنیټ د سهولت خورولو لپاره له ایښودل شوي فنډ نه پنځوس کروړه روپۍ اخیستل شوي او د پنجاب صوبې په سیالکوټ کې پرې د لوبو یو مېدان جوړ کړی شوی دی.
د جرمني دفاع وزیرې اورسولا فن دېر لېین ویلي، د امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو نتیجه ورته لویه ((صدمه)) وه. نوموړې پوښتنه کړې، چې ایا له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د ځواکمنو هېوادونو تر منځ اړیکي خو به له خطر سره نه وي مخامخ؟
نور وښیئ