د لاسرسي ځای

تازه خبر

سي ای اې په افغانستان کې فعالیتونه پراخوي


پراګ - یو رپورټ وايي، امریکايي استخباراتي اداره (سي ای اې) په افغانستان کې خپل ماموریت پراخوي.

د یکشنبې یا اتوار پر ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو رپورټ خپور کړ چې پکې راغلي، سي ای اې غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د لوړپوړو کسانو لټون او وژنه هم په خپلو پټو عملیاتو کې شامل کړي.

دا رپورټ د ناڅرګنده امریکايي چارواکو له خولې وايي، د دې کار لپاره سي ای اې د نیمه پوځي ځواک د مسلکي چارواکو او قراردادیانو وړې ډلې جوړوي چې هغوی به له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي.

ورځپاڼه وايي، دا عمل د ترهګرۍ پر ضد د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ستراتیژۍ کې د سي ای اې د زیاتېدونکي کردار ښکارندويي کوي.

خپله سي ای اې پر دې موضوع له څه ویلو انکار کړی.

کابل هم لا د دې رپورټ په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې سي ای اې په افغانستان کې د القاعدې وسله والو ته د ماتې ورکولو او د وسله والو طالبانو پر ضد د مخامخ جګړې لپاره افغان ځواکونو ته مرستو ورکولو ته زیاته توجه ورکوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG