منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، په قبایلي ضلعو کې یې د تعلیم د پر مختګ لپاره له وفاقي حکومته ۱۸ اربه روپۍ تر لاسه کړي چې د لګولو لپاره یې یو بشپړ پلان هم تیار شوی دی.
د پاکستان په جېلونو کې دا مهال له ۸۰۰۰ څخه زیات کسان د پانسۍ د سزا په انتظار دي، دا هېواد یو له هغو دی چېرته چې د مرګ د سزا کچه ډېره لوړه ده.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر پر۱۰مه په لاهور کې د بې کوره او بې وسو خلکو لپاره د سرپنا د مرکزونو جوړولو منصوبې پرانسته وکړه چې پکې به په اوله مرحله کې په لاهور کې پنځه مرکزونه جوړول کېږي.
د پاکستان قومي احتساب بیورو د رمضان شوګر ملز په مقدمه کې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او د مسلم لیګ ن صدر شهباز شریف نیولی دی.
د پاکستان د پولیسو پخواني مشران وايي په پخوانیو قبایلي سیمو کې به د ضلعو په اساس د پولیسو تعیناتي کېږي، دوی دا څرګندونې د وزیراعظم عمران خان له هغې خبرو وروسته مشال راډیو ته وکړې چې ویې ویل، قبایلي سيمو ته به ډېر زر د پولیسو نظام وغځوي.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي د سوات په ضمني انتخاباتو کې د ښځینه رایو ورکوونکو شمېر زیاتولو لپاره یې ځانګړي ګامونه پورته کړي دي.
د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پښتین وايي د تیرې څه مودې راهیسې یې عوامي جلسې کمې کړي او تنظیم سازۍ ته یې زیاته توجو ورکړې ده.
پاکستانۍ سرچینو ویلي چې د پېسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) پاکستان ته د پور ورکولو لپاره د تېلو، ګېس، او بجلۍ په نرخونو او ټېکسونو کې د لا نورې اضافې غوښتنه کړې ده.
په پاکستان کې د احتساب عدالت په امر د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د مشر شهباز شریف په نیول کېدو بېلا بېلو سیاسي ګوندو غبرګونونه ښکاره کړي دي. احتساب عدالت د اکتوبر په شپږمه، شهباز شریف د درغلیو په تور د لسو ورځو په ریمانډ د احتساب قامي ادارې یا نېب ته حواله کړی دی.
د چترال د پولیسو مشر فرقان بلال د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان پولې ته نږدې په ارندو سیمه کې وسله والو یو سکول په بارودو تبا کړي خو ځاني تلفات نه دي اوړېدلي ځکه چې دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د سهار په پېنځو بجو رامنځ ته شوې ده.
ای اېم اېف یا د پیسو نړیوال صندوق چارواکي چې له تېرو څو ورځو راهېسې په پاکستان کې دي، له حکومتي چارواکو سره په لیدو کتو بوخت دي.
نذیر وايي "که دې وزیر صاحب له ترهګرو سره ملاقات کړی وي" نو کېدای شي چې د تحریک انصاف مشرانو په صوبه کې د "سختدریځو د پلویانو د ووټونو تر لاسه کولو لپاره" دا کار کړی وي.
کارپوهان وايي په شمالي وزیرستان کې امنیتي وضعیت هله ښه کېدای شي چې په سیمه کې وسله وال په بشپړ ډول ختم کړل شي او په پخوانیو قبایلي سیمو کې زر تر زره اصلاحات وشي.
د سوات په سیدو شریف کې د جینکو ډګري کالج د (بي ایس) څلور کلن پروګرام شروع کړی دی.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي د امن مذاکراتو بحالو لپاره د بلني په ځواب کې د هند منفي او متکبره رويه د خپګان وړ ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د سېپټمبر پر ۱۵مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني، اجراييه رییس عبدالله عبدالله او خپل افغان سيال صلاح الدین رباني سره لیده کاته وکړل.
د ترکي بېلا بېل پوهنتونونه پاکستاني ځوانانو ته هر کال وړیا د اعلا تعلیم موقعې ورکوي چې پکې ماسټري او پي ایچ ډي تر ټولو غوره ګڼل کیږي.
د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس میا ثاقب نثار وايي کوم خلک چې د ډېمونو جوړولو مخه نیسي د هغوي پر ضد به د پاکستاني آیین له ارټیکل ۶ سره سم د غدارۍ مقدمه چلوي.
نور وښیئ