منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د حافظ اباد ضلعې پولیس وايي دا پېښه په نیسووال نومې کلي کې د سېپټمبر په ۷مه ناوخته رامنځ ته شوې ده، چې پکې قاتل خپله لور ثنا، د هغې خاوند فردوس او د دوه او درې کلونو د عمر د هغوی دوه ځامن وژلي دي.
د تحریک انصاف په واکمنۍ وفاقي حکومت اقتصاد ته د ودې ورکولو لپاره مشاورتي شورا یا اکنامک ایډوایزري کمېټي جوړه کړې چې پکې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې مېشت پاکستاني اقتصاد پوهان شامل کړل شوي دي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ځينو مشرانو خبريالانو سره په ملاقات کې له هغوی غوښتنه کړې چې پر حکومت دې يې نيوکې نه کوي. خبریالان وايي عمران خان ترې غوښتنه کړې چې د حکومت کارکردګۍ ښودلو لپاره دې لږ تر لږه درې مېاشتې صبر وکړي.
د پاکستان حکومت وايي، کوشش کوي چې د فايننشل ایکشن ټاسک فورس نړيوالې ادارې اندېښنې ختمې کړي. دغه اداره په نړۍ کې د ترهګرو د مالي سرچينو او تورو پېسو د مينځنې يا مني لانډرينګ څارنه کوي او په دې لړ کې د پاکستان له کاره خوشاله نه ده.
د کراچۍ پروین عثمان وايي که څه هم په تیرو انتخاباتو کې بریالي نشوه خو په اینده کې ورته د سیاست په میدان کې خپل مستقبل روښانه ښکاري. د پروین پلار عثمان ګل خټک او خاوند عبدالقیوم خان چې بنیادي تعلق یې له کوهاټ څخه دی وايي د سیاست په ډګر کې به له هغې سره هر ډول مرسته او ملاتړ کوي.
د پاکستان پیپلز ګوند چارواکي وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ، په نوي حکومت کې، د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د امریکا او هند په اړه متضاد بیانونو دوی اندېښمن کړي دي.
د پاکستان په پارلېمان کې د اپوزېشن ګوندونه د اګست پر۲۶مه د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند اعلانوي.
د پاکستان په پارلېمان کې د اپوزېشن ګوندونه د اګست پر ۲۶مه د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند اعلانوي. د ولسمشرۍ لپاره تحریک انصاف ډاکټر عارف علوي نومولی. دا راز د پیپلز ګوند لخوا د دې
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له انتخاباتو ګټلو وروسته د خپلې پالیسۍ مهم ټکي ښکاره کړي خو د ترهګرۍ خلاف قامي تګلارې یا نېشنل ایکشن پلان باندې یې تر اوڅه خپل نظر نه دی ښکاره کړی.
که د پوځي امرانو حکومتونه وي او که د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو، لارې کوڅې، سړکونه، سکولونه او هسپتالونه په هر حکومت کې څه نا څه جوړېږي، خو تحریک انصاف د بدلون نعره وهي نو پکار ده چې اوس یې عملي هم کړي.
په پاکستان کې لا له وړاندې بېلا بېلو سیاسي ګوندونو په دې اړه اندېښنې څرګندې کړي، په دې اړه سیاستوال او پخوانی سېنېټر افراسیاب خټک
دا خبره سمه نه ده چې الېکشن کمېشن د ځېنو ګوندونو مخالفت او د کوم خاص ګوند حمایت کوي. موږ ټولو ګوندونو ته یو شان موقعې ورکوو. خو سیاسي ګوندونو ته پکار دي
له ګوښه شویو څخه یې ځېنو دا پرېکړه سیاسي بللې ده. انس امین د پوهنتون د ژورنالېزم په څانګه کې کار کوي او وايي، نه یې چا دریځ اورېدلی او نه چا تر ایستلو مخکې خبر ورکړی وو.
تر اوسه چې ما څومره نوټسونه اخیستي، د هغې مقصد په ولس کې د بنیادي حقونو په اړه پوهاوی پیدا کول او د حقونو تر لاسه کولو لپاره ولس ته موقعې برابرول دي.
د اسلام اباد د اسلامي پوهنتون زدهکونکې جینکۍ له بې وزلو ماشومانو سره د زدکړو لپاره مالي مرستې کوي.
په افغانستان کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو په وړاندې د وړوکي اختر په لومړیو درېوو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی. طالبانو دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر دې وړاندې د روژې له ۲۷ مې د اختر تر پنځمې ورځې پورې د اوربند اعلان کړی وو.
د خالي پر ورځ په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود د مقدمې اوریدنه وکړه چې پکې د نوموړي په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار لخوا هغه ته د بي کلاس جیل سهولتونو ورکولو درخاست ومنل شو.
نور وښیئ