د یاد کمېشن لپاره د مالاکنډ ډیویژن مشر جاوید اقبال خټک د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل په تیرو وختونو کې په سوات کې د ښځو د ووټونو اچولو شرح کمه پاتې شوې نو ځکه غواړي چې په ضمني انتخاباتو کې زیاتې ښځې خپلې رایې استعمال کړي.
نوموړی وايي ، “دې لړ کې موږ د ټولو انتخاباتي امیدوارانو سره لیده کاته کړي ، د ښځو د حقونو لپاره کار کونکیو غیر سرکاري تنظیمونو سره مو خبرې اترې شوي او هڅه کوو چې په دې انتخاباتو کې زیاتې زنانه خپل ووټونه واچوي.”
جاوید اقبال خټک وویل ، “ دا راز مو د ښځو لپاره جدا پولنګ مرکزونه جوړ کړي دي چې پکې دوی په ارام سره خپلې رایې استعمالوی شي. مونږ تمه لرو چې د دې اقداماتو په نتیجه کې به دا وار ډیرې ښځې د ووټونو اچولو لپاره را اوځي.”
جاوید اقبال زیاتوي چې په دې انتخاباتو کې د پښتنو د روایاتو خاص خیال ستال شوی چې پکې به د ښځو د رایو اچولو په مرکزونو کې ټول اهلکار ښځینه وي.
ښځینه انتخاباتي اهلکارانو ته تربیت ورکونکې او د سیاسیاتو پروفېسره تبسم مجید وايي ،“انتخاباتي عمله کې زیاتره استادانې وي نو دوی ته د تربیت ورکولو په وخت مونږ دوی ته ویلي چې په خپلو سکولونو کې جینکو زدهکونکیو ته هم دا پیغام ورسوي چې د ښځو رایې استعمالول څومره اهمیت لري. دا ماشومانې به بیا خپلو کورنو دغه پیغام رسوي. بل دې استادانو ته مو دا هم ویلي چې د رایې استعمالولو پرمهال دې د ښځو سره نرمه رویه کوي.”
د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې شاد بیګم د انتخاباتي کمېشن له اقداماتو مطمین ده او وايي چې د ښځو مسلې بههله هواریږي چې ښه په ګڼ شمیر کې را اوځي او خپلې رایې استعمال کړي.
شاد بېګم وویل ، “د ښځو لپاره دا انتخابات ډیره ښه موقع ده چې د خپلو حقونو لپاره یې استعمال کړي. په مالاکنډ ډیويژن کې زیاتره د ښځو مسلو ته وزیران او سیاستوالان کمه توجو ورکوي او د سړیو مسلو ته زیاته ځکه چې هغوي پوهیږي چې ښځې ووټونه نه اچوي نو د هغوي مرسته تر لاسه کول ګټه ور نه دي. په دې انتخاباتو کې دې ښځې دا ثابته کړي چې څوک د ښځو مشکلات کمولی شي یواځې هغه سیاستوالان به بریالي کیږي. دې لپاره دې ټولې ښځې را اوځي او خبلې رایې دې استعمالې کړي.”
د اکتوبر په څوارلسمه د نور هېواد په څیر د سوات په دوو صوبايي حلقو یعنې پي ایف دریمه او پي ایف اوومه باندې هم ضمني انتخاب کیږي او د انتخاباتو کمېشن تمه لري چې ښځې به پکې په ګڼ شمیر کې برخه واخلي.