عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا د کوز دير چکدرې بازار ته نژدې په ګل اباد سيمه کې د بده مت مننونکیو تاريخي اثار - انډان ډهيرۍ – موجوده ده. ځايي خلک وايي چې د حکومت د نه پاملرنې او ناقانونه کیندنو له کبله اوس له ورانېدو سره مخامخ ده. دوي غوښتنه کوي چې حکومت دې دا تاریخي اثار وژغوري.
د پېښور مهابت خان لرغونی جومات د مغلو په دوره کې ودان شوی وو چې د نه بیارغونې له کبله ځای په ځای کنډواله شوی دی. د جومات چلوونکي وايي،
د صوابۍ تاج ولي خان په دواړو پښو معذوره دی خو حوصله يې نه ده بايللې. نوموړي له۵۰ روپيو خپل کار پیل کړی او اوس د څلورو کاروبارونو څښتن دی. نور حال د عظمت علي شاه په ویډیويي راپور وګورئ.
عرب شاه له کلونو راهیسې هغه ماشومان په وړيا توګه ښوونځيوو ته بيايي چې د تګ کرايه نه لري. ريکشه د هغه خپله نه ده خو همت یې خپل دی. عرب شاه وايي، که خلک ورسره لږه مرسته وکړي نو د دنورو ماشومانو هم داسې خدمت کولای شي. ويډيو: عظمت علي شاه راپور او ايډيټ: داود خټک، هدايت سلطاني، بشير ګواښ
د فبرورۍ پر ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې موخه یې د راډیو له ارزښته خلک خبرول دي. په پېښور کې ځینې دوکانداران وايي، په راډیو خپله ورځ تېروي. د راډیو مستریان وايي، اوس خلک په موبایل فون راډیو اوري نو ځکه یې کاروبار خراب دی. ویډیويي رپورټ.
د فبرورۍ د نهمې پر ماښام د نوښار په خېشکو کې د "باچا خان بابا" په نوم د والیبال اتلولي پای ته ورسېده چې پکې د خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو لوبډلو برخه واخیسته. پایلوبه د ازاخېلو او خېشکو ډلو ترمنځ وه چې ازاخېلو وګټله. ویډیويي رپورټ.
د خېبر پښتونخوا په مردان کې (د مردان سپر ليګ) په نوم کرکټ ليګ د فبرورۍ پر اوومه پای ته ورسېد. د دې سیالیو پای لوبه د قامي لوبغاړې فخر زمان ټیم او کاټلنګ پښتون رستم ننګیالو ټیمونو ترمنځ وشوه چې د فخر زمان ټیم وکټله. په دې اړه نور د عظمت علي شاه په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
خېبر پښتونخوا کې په لومړي ځل د تري ډي (3-D) فلمونو سينما جوړه شوې چې د صوبې د بېلا بېلو سيمو خلک ورته ورځي. په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.
د مردان اوسېدونکی او د کرکټ قامي لوبغاړی فخر زمان وايي چې ماشوم وو نو ورور او پلار به په کور کې بند کړ چې کرکټ له به نه ځي خو شوق یې دومره وو چې په دیوال به له کوره وتښتېدو. له نوموړي سره عظمت علي شاه ویډیويي مرکه کړې ده.
په خیبر پښتونخوا کې ځينې ځوانان په لنډه موده کې د وجود جوړولو لپاره د سټيرايډ په ګډون نورې ضررمنې دوايانې کاروي چې د ګټې پرځای یې روغتیا ته زیان رسوي خو ځينې داسې ورزشګاوې هم شته چې په فطري او طبعي طريقو د بدن جوړولو پوهاوي ورکوي. نور د عظمت علي شاه په راپور کې وګورئ.
د جنورۍ پر۲۷مه په باچا خان مرکز پېښور کې د خدايي خدمتګار غورځنګ بنسټ ايښودونکي، د عدم تشدد د فلسفې لاروي او پښتون ملتپاله سیاستوال عبدالغفار خان ۳۲مې تلین په مناسب پای غونډه وشوه چې پکې د نوموړي د استعمال څېزونه نندارې ته اېښودل شوي وو. نور د عظمت علي شاه په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
د جنورۍ پر ۲۶مه د نوښار په ماڼکي شریف کې د حج محمد شهید کرکټ اتلولۍ پایلوبه وشوه چې د ماڼکي شریف لوبډلې وګټله. په دې ټورنامېنټ کې ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې. د پایلوبې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
که څه هم په پښتنو کې پان تر ډېره د پنجابيانو او یا د هندیو وګړو نشه بلل کېږي خو اوس دوی په روږدي شوي دي. په لاهور او د ملک په نورو برخو کې پښتانه د پان جوړولو او پلورلو په دوکانونو کې کار کوي. نور د عظمت علي شاه په ویډیويي راپور کې وګورئ.
د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د اوړو د کمښت له وجې خلک له ستونزو سره مخامخ دي او په اوږدو قطارونو کې یې د اخیستو لپاره درېږي.
د پاکستان د ملي لوبډلې کرکټر سهېل خان د سخاکوټ دی او وايي چې د سیمې په شاړو کې یې لوبه زده کړې او بیا د کراچۍ کرکټ اکېډمۍ ته ولاړ چې ځان د نړیوالو لوبو لپاره چمتو کړي.
د پاکستان کرکټ نویالی لوبغاړی عمران خان جونير د سوات دی. نوموړی وايي چې په لومړۍ نړیواله لوبه کې په اخري اوور کې پاکستان ته لوبه ګټلې وه او هغه به یې تل یاده وي. عظمت علي شاه له عمران خان جونیر سره ویډیويي مرکه کړې ده.
د خیبر پښتونخوا باړې عالم ګودر ښوونځی چې ودانۍ یې څه نا څه ۵۰ کاله زړه ده خو د نه رغولو له کبله کنډواله شوې ده. د سکول دروازې ماتې دي، د کوټو چتونه ویجاړ پراته دي او زده کوونکي د سکول په دغه ویجاړه ودانۍ کې زده کړې کوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
د خیبر پښتونخوا په مردان کې د بورې یا چینۍ کارخانه د ګنیو کموالي او زیاتو ټیکسونو له وجې تړل شوې. د کارخانې سلګونه کارګران تړل شوي او مشران یې وايي چې د ګني د کمې
د پښتو ژبې فلمونو وتلی اداکار عمران خټک وایي، د ضیاوالحق په واکمنۍ کې د 'غېر اخلاقي' فلمونو پرضد يې تحریک پیل کړی و چې پکې زندان ته هم تللی و. له نوموړي سره عظمت علي شاه خبرې کړې چې په دې ویډیو کې يې کتلای شئ.
په لاهور کې د پښتو فلمونو سټوډيو ودانۍ کنډوکپرې پرتې دي چې له کبله یې د پښتو فلمونو اداکاران، پروډیوسران او نور هنرمندان بې کاره شوي دي. هنرمندان وايي چې د فلم کتونکو د کمي له کبله څوک په فلم جوړولو کې سرمایه نه لګوي. په دې اړه عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
نور وښیئ