عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا حکومت له لېرې پرتو سيمو خواريکښو لپاره د صوبې په ۳۳ ضلعو کې د ۷۱ سرکاري پناه ګانې جوړ کړې چې پکې د شپې اوسېدو ځای، خواړه او د ناروغانو لپاره دارو درملو بندوبست هم شوی دی. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورت وګورئ.
په خیبر پښتونخوا کې د شاتو کاروباريان اود مچیو ساتونکي اندېښمن دي چې د ماحولياتي تبديلۍ له لاسه یې ۶۰ سلنه مچۍ مري. دوی له حکومته غوښتنه وکړه، هغه ونې دې ولګوي چې د شاتو پيداوار ته وده ورکړي او د مچیو لپاره ګل وکړي. نور تفصيل د عظمت علي شاه په دې رپورټ کې.
د چارسدې په ابازو کې د مالټو باغونه رسېدلي دي. د یو باغ مالک وايي، دا مالټې د خیبر پښتونخوا ترڅنګ پنجاب ته هم وړي چې هلته په منډیو کې خرڅېږي. نور په ویډیو کې.
په مردان کې د ښځو لپاره له جاپانه ډالۍ شوي اووه خصوصي بسونو کې پنځه بسونه درول شوي او یوازې له دوو بسونو کار اخیستل کېږي چې له کبله یې د لیرې پرتو سیمو مېرمنې او زده کوونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. نور په ویډیو راپور کې.
د خیبر پښتونخوا وکیلانو د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د سزا په اړه د پوځ د ویاند د بیان غندنه کړې او نن یې کاربندیز کړی دی. په دې اړه د عصمت علي شاه ویډیويي رپورټ ګورئ.
د خیبر پښتونخوا په بونېر کې د مرمرو په کانونو او کارخانو کې کارکوونکي وايي، حکومت دې یې اړتیاوې پوره کړي او ورته دې سهولیات ورکړي. دوی وايي، په کانونو کې کارکوونکي مزدوران کله نا کله مړه یا ژوبل شي او بیا یې د کورنیو ساتلو څوک نه وي. ویډیويي رپورټ.
د ۱۶م ډېسېمبر د ناورین عدالتي کمېشن راپور دې په ډاګه کړل شي
محمد عدنان غواړي چې ښوونځي ته ولاړ شي او یوه ورځ ډاکتر شي. خو د کورنۍ خراب اقتصادي حالت له وجې د پېښور په شعبې بازار کې مستریتوب زده کوي. په همدې بازار کې د دوستي وېلفېیر ارګنایزېشن په نوم یوې خیریه ټولنې د ماشومانو لپاره سکول جوړ کړی دی چې عدنان هم ورځي.
د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې جامعه عثمانيه مدرسه کې د امن او کلتور په نوم دستوره وشوه چې مقصد یې په ټولنه کې د مدرسو خلاف د سختدريځۍ او منفي پوهاوی ختمول وو. په دې اړه د عظمت وعلي شاه ويډيويي رپورټ وګورئ.
د دسېمبر پر دريمه په ټوله نړۍ کې د معذورانو ورځ لمانځل کېږي. په خېبر پښتونخوا کې داسې ډېر معذوران شته چې خپل ځان معذوره نه ګڼي. هغوی د روغو خلکو په څېر د ژوند تېرولو هڅه کوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ډسېمېبر پر لومړۍ نېټه په ټوله نړۍ کې د اېډز ناروغۍ ورځ لمانځل کېږي، د فيملي کېیر سنټر خېبر پښتونخوا د شمېرو ترمخه په صوبه کې ۵۴۳۲ ناروغان د اېډز په ناروغي اخته دي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
که څه هم لکه د نورو ښارونو په څېر پېښور کې هم د ټرافیک ستونزه ورځ تر بلې په زياتېدو ده خو چارواکي وایي هڅه کوي چې خلک د ټرافیک په قوانينو پوره توګه عمل کولو ته تيار کړي.
د خیبر پښتونخوا د شبقدر په مټې مغل خېلو کې د خامتا جوړولو لسګونه کارخانې تړل شوې دي. د کارخانې مالکان وايي، د دې لامل د برېښنا کموالی او پارچاو (لوډ شیډېنګ) دی. د کارخانو د تړل کېدو له کبله سلګونه کارګران بې روزګاره شوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ ۴۷ماشومان او یوه ښځه خپل ژوند له لاسه ورکوي. روغتیا پالان وايي، د دې لویه وجه د روغتيا د اسانتياوو نيشوالی او په ټولنه کې ناپوهي ده. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
په خېبر پښتونخوا کې زده کوونکو لپاره د ښوونځي درنو بستو په اړه د پېښور های کورټ لخوا د یوې نوي قانون ترمخه به ښوونځي بسته وزن ۱۵فيصده وي او که چیرې دغه قانون د ښوونځو لخوا عملي ونه شي نو د سکول انتظاميه به دوه لاکه روپۍ جرمانه ورکوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
هندي چارواکي وايي چې په سياچين کې يې د واوري ګټ راپرېوتو په پېښه کې د پوځ د ګزمه کوونکې ډلې شپږ غړي وژل شوي دي.
خیبر پښتونخوا د غنمو له کمښت سره مخامخ شوې ده او پکې اوړه ګران شوي دي. دوکانداران وايي، د دې لامل له پنجابه، پښتونخوا ته د غنمو پر وروړلو بندیز دی.
د سینې سرطان ډاکټران وايي چې په خېبر پښتونخوا کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ ښځې هر کال د سینې په سرطان اخته کېږي چې په کې نیمايي یې د ټولنیزو بندیزونو له کبله د ناروغۍ په وروستي پړاو کې ډاکټر ته ورځي او خپل ژوند له لاسه ورکوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شنو، تورو او پېیو چایو ترڅنګ اوس په کوټه کې ۲۱ ډوله چای مندل کېږي. شاهي، کشمیري، زعفراني او تندوري چای یې خلګ ډېرې خوښوي. د دې ځای خلګو لپاره دا د چایو نوي ډولونه دي.
د خېبر پښتونخوا سونیا شمروز د ایم فل ډګرۍ زده کوونکې ده او هم انځورګري کوي. نوموړې وايي، لوموړی انځور یې د کور پر دېوالونو د نغري په سکرو جوړی کړی وو. د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور وښیئ